شنبه, مې 18, 2024
Home+ملت تباه کيږي | فضل الله رشتين

ملت تباه کيږي | فضل الله رشتين

که څوک د ملت غمخوار وي، که څوک له ملت سره همدردي او زړه سوى لري، که څوک د ملت د خوښې او رضايت لپاره قدرت ته رسيدل غواړي، که څوک د ملت د اوښګو اوچول غواړي نو هغوي دې له يو بل سره جګړې نه کړي ، د جنگ ميدانونو کې دې اورړنه نه بلوي، بلکه د اور د خاموشه کولو لپاره دې هڅې وکړي. د افغانستان دولت او طالبان د ملت په وړاندې مسؤليتونه لري، د ملت د امنيت د نيولو لپاره مسؤليتونه لري، د ملت د لوږې تږې د لرې کولو لپاره مسؤليتونه لري ، د ملت د رنځ او درد د ختمولو لپاره مسؤليتونه لري.
د جکړر دواړه خواوې  د ملت په وړاندې اخلاقي مسؤليتونه لري ، که دواړه خواوې د سولې لپاره اراده لري نو بيا دا جنګونه ولې کوي، په ولسواليو کې او په ولايتونو باندې اور بل دى، په سل هاو زره خلک ددې نامراده جګړو له لاسه در په در او سرگردان گرځي، د چا ماشومان مړه کيږي، د چا سياسرې مړې کيږي ، خلک يو خوا بل خوا منډې وهي، اوتر اوتر گرځي چې ځانته د پناه ځايونه پيدا کړي ، غواړي چې خپلې کورنۍ د جګړو له اور څخه د امن ځايونو ته ورسوي خو د امن ځايونه نشته ، ځکه چې هره خوا اور بل دى . هيڅوک په زور حکومت کولاى نه شي، د زور خبره په کار نه راځي، هر څه بايد د خبرو له لارې حل شي ، پرته له خبرو، پرته له مذاکراتو ، پرته له افهام او تفهيم ، بل هيڅ شى په درد نه خوري.
دولت او طالبان ددې په ځاى چې په قطر کې د سولې مذاکراتو ته دوام  ورکړي، په هيواد کې يې د جکړو اور بل کړى او تيز کړى دى او له زور څخه کار اخلي.
په هعه څۀ باندې چې ملت راضي نه وي او ملت يې ونه غواړي ، هغه کار نتيجه نه ورکوي او که نتيجه ورکړي نو هغه به صفر وي.
قطر کې د امريکائيانو او طالبانو تر منځ خبرې وشوې، توافقنامه لاس ليک شوه ، ددې توافقنامې په اساس بايد دولت او طالبان سره ناست وې او خپل اختلافات يې د خبرو له لارې حل کړې وې ، دې جګړو ته څه ضرورت ؤ ،
امرپکائيان او خارجي قواوې له افغانستان څخه په وتلو دي ، نو  نور جړې د څۀ لپاره ؟ جکړې د چا لپاره ؟ خداى پاک خو نه دي ويلي چې خپل ورور ووژنه.
 که څوک د خلکو د هوسائۍ لپاره فکر کوي نو هغوي دې د ټوپک په ماشه لاس نه ږدي بلکه ټوپک دې په ځمکه کيږدي او خبرې دې وکړي ، مونږ مسلمانان يو، که عسکر دى که طالب دى، دواړه مسلمانان دي او افغانان دي، دوى بايد صلح وکړي، په قران پاک کې راغلي دي چې الصلح خير . په صلحه کې خير دى.
افغانستان بايد داسې يو نظام ولري چې د افغانانو په خوښه او رضا جوړ شوى وي ، داسې نظام چې د اسلام د دين په اساساتو ولاړ وي، داسې نظام چې د بين المللي ټولنې په وړاندې مقبوليت ولري، داسې نظام چې د بين المللي ټولنې لخوا په رسميت وپريژندل شي، داسې نظام چې د نړۍ له هيوادونو سره دوستانه دبلوماتيک روابط ولري . داسې نظام چې خلک يې تر سيوري لاندې اقتصادي، سياسي، فرهنگي پرمختګونه ولري، داسې نظام چې فردي ازادي پکې مراعات شي، داسې نظام چې اجتماعي روابط پکې غښتلې شي ، داسې نظام چې برابري او مساوات، عدالت او د خلکو حقوق پکې تامين شي. هره ورځ خلک وژل کيږي، هره ورځ خلک بې کوره کيږي ، هره ورځ خلک له نويو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کيږي. دا ولې ؟ دا د څه لپاره؟ له خداى څخه ويره په کار ده، د اخرت څخه ويره په کار ده، دا دومر ظلم ولې ؟ دا دومره نا انصافي ولې؟
بايد جګړو ته د پاى ټکې کيښودل شي او د سولې خبرې ګړندۍ شي ، دا هيواد د ټولو دى ، دا خاوره د افغانانو ده ، دا الله پاک افغانانو ته ورکړې ده ، په دې خاوره افغانان حق لري ، دا د افغانانو حق دې چې په خپله خاوره ژوند وکړي ، وخت تير کړي .  دا د افغانانو ټاټوبى دى ، د دوي ژوند او مرگ په همدې خاوره کې دى.
د پردو جنگ مو خپل هيواد ته راوړى دى، د پردو لپاره جنگيږو ، او دا ستر خيانت دى، خداى ته به څه جواب وکوو . په اخرت کې به الله پاک ته څه ځواب ورکوو ،،
الله پاک د ظالمانو دښمن دى ، الله پاک د رحم کوونکو بنده ګانو يار او مدد گار دى.
دا ملت تباه دى ، افغانان مظلومان دي ، په دوي له هرې خوا ظلم روان دى ، نو راځي چې ظلم  بند کړو او د زړه سوي او همدردۍ له مخې په خپلو خلکو رحم او کرم وکړو چې د الله پاک له رحم او کرم څخه برخوردار شو .
استاد فضل الله رشتين

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب