Homeخبرونهد تهران والي وايي، په ۶ میاشتو کې څه کم یو نیم...

د تهران والي وايي، په ۶ میاشتو کې څه کم یو نیم میلیون افغان کډوال ایستل شوي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د تهران والي اعلان وايي چې د روان لمريز کال له پیل راهیسې، چې شپږ میاشتې کېږي، شاوخوا ۱.۴ میلیونه غیرقانوني (بې ساناده) افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

د محمد صادق معتمدیان په وینا، د دغو کسانو د ایستلو له امله تر ۳۰۰۰ زیات ټولګي بېرته ازاد شوي او د کرايې په بیو کې شاوخوا ۳۰ – ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې د ایستلو دوهم پړاو به د همدې اوونۍ په اوږدو کې پیل شي، څو د ناقانونه بهرنیانو د ستونزې د بشپړ حل لپاره پراخ اقدامات وشي.

معتمدیان ټینګار وکړ چې وروستیو اقداماتو د عامه خدمتونو او استوګنځایونو ستونزه تر ډېره حل کړې او حکومت غواړي چې دا لړۍ به تر هغې روانه وساتي څو حالت په بشپړ ډول ثابت او عادي شي.

ایران له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې، هغه مهال چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړی و، میلیونونو افغانانو ته پناه ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...