جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکابلوف. ناشونې ده چې امریکا دې د بګرام د نیولو هڅه وکړي

کابلوف. ناشونې ده چې امریکا دې د بګرام د نیولو هڅه وکړي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو لپاره د امریکا د پوځي برید ډېر لږ امکان شته او د داسې اقدام پایلې د واشنګټن لپاره په ناورین بدلېدای شي.

ضمیر کابلوف سپوتنیک ته ویلي چې دا ناشونې ده چې امریکا د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته – چې د بګرام هوايي اډې ته د بېرته ستنېدو هیله یې ښودلې – پرېکړه وکړي چې پر افغانستان پوځي برید وکړي.

هغه زیاته کړه: «د داسې اقدام پایلې د واشنګټن لپاره ښایي درانه سیاسي او پوځي لګښتونه ولري او د ناورین سبب شي.»

کابلوف دا څرګندونې د ټرمپ د خبرداري په غبرګون کې وکړې؛ د امریکا ولسمشر مخکې ویلي و که افغانستان د بګرام د کنټرول له سپارلو ډډه وکړي، «بدې پېښې» به رامنځته شي.

کابلوف ټینګار وکړ چې د افغانستان د پوځي اډو اړوند مسایل باید د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل شي، او هر ډول پوځي اقدام یوازې د سیمې وضعیت لا پسې خرابولی شي.

بګرام هوايي اډه چې د کابل په شمال کې موقعیت لري، مخکې د امریکا او ناټو تر ټولو لوی پوځي مرکز و. په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. په تېرو میاشتو کې ټرمپ څو ځلې د بګرام د بیرته نیولو او یا که ولسمشر وای د دې اډې د نه پرېښودو خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب