تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزیر له جاپاني دیپلومات سره په کتنه کې د جاپان له لوری د کابل د څښاک د اوبو د ۲۴ میلیونه ډالري پروژې د بیا پيل غوښتنه کړې ده؛ دغه پروژه څلور کاله وړاندې د افغانستان د سیاسي بدلونونو له امله درېدلې وه.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د جاپان د سفارت له مرستیال «مای کیو ایزاوا» سره په کتنه کې د جاپان له حکومته وغوښتل چې د پلازمېنې د څښاک د اوبو پروژه بېرته فعاله کړي.
دغه پروژه د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې پیل شوې وه، خو د وروستیو تحولاتو له امله بنده شوه.
حنیف دغه پروژه «حیاتي» وبلله او ویې ویل چې د هغې دوام کولای شي د میلیونونو وګړو ژوند ښه کړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جاپان د سفارت مرستیال ژمنه کړې چې د پروژې د بیا پيل موضوع به له خپلو چارواکو سره شریکه کړي.
په وروستیو کلونو کې د کابل د څښاک د اوبو بحران زیات شوی دی. د «مرسي کورپس» نړیوالې موسسې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې شاوخوا اووه میلیونه کابلیان د اوبو له سخت کموالی سره مخامخ دي او د ژورو څاګانو نیمایي یې وچ شوي دي.
د راپور له مخې، کابل ښایي تر ۲۰۳۰ پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي. دا مهال ډېرې کورنۍ تر ۳۰ سلنه عواید د اوبو په اخیستلو لګوي او په درو کې تر دوو برخې ډېر یې د اوبو له درکه پوروړي دي.
کابل، چې تر اوو میلیونو زیات نفوس لري، کلونه کېږي د څښاک اوبو د برابرولو له ستونزې سره لاس او ګرېوان دی. د جاپان پروژه په ۲۰۲۰ کې د عصري زیربناوو د جوړولو او د پاکو اوبو د دوامداره لاسرسي لپاره پیل شوې وه، خو د طالبانو د واکمنېدو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ۲۰۲۱ کې ودرېده.
د طالبانو او جاپان وروستۍ خبرې د کابل د حکومت هغه هڅې ښيي چې غواړي د زیربنایي پروژو لپاره بهرنی ملاتړ جلب کړي، که څه هم بندیزونه او دیپلوماتیک محدودیتونه لا هم د دې همکارۍ پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي.
جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته یې هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی دی. د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې او ویجاوړوونکې زلزلې وروسته جاپان یو له لومړنیو هیوادونو څخه و چې مرستې یې اعلان کړې.