جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان سوداګري؛ د افغان صادراتو زیاتوالی او د پاکستاني...

د افغانستان او پاکستان سوداګري؛ د افغان صادراتو زیاتوالی او د پاکستاني صادراتو کمښت

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) پاکستاني رسنۍ وايي چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د جولای او اګست په دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ثابته پاتې شوې، خو د دواړو هېوادونو په صادراتي او وارداتي کچې کې بدلونونه لیدل شوي دي.

د پاکستان رسمي سرچینو پرون (دوشنبې) نېش The Nation ورځپاڼې ته ویلي چې د یادو دوو میاشتو په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲۸۲ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان صادرات یو سلنه راکم شوي او له ۱۹۳ میلیون ډالرو څخه ۱۹۰ میلیون ته ښکته شوي دي. په مقابل کې پاکستان ته د افغانستان صادرات اته سلنه زیات شوي او له ۸۵ میلیونه ډالرو څخه ۹۱ میلیونو ته رسېدلي دي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان له لوري د مېوو او سبزیجاتو، حیواني او نباتي غوړیو، سیمینټو، المونیم، لرګیو، پلاستیکي توکو او درملو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، خو د وریجو، برقي وسایلو، موټرسایکلونو، خوراکي موادو او ځینو نورو توکو صادرات کم شوي دي.

په ورته وخت کې پاکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات په ښکاره ډول ډېر شوي دي. یوازې د زردالو صادرات ۳۸۲ سلنه لوړ شوي، انګور ۹۶ سلنه، رومي بانجان ۴۶ سلنه او بادرنګ ۱۵ سلنه زیات وارد شوي دي. برعکس، د پیازو، مصالحو، سکرو او پنبو صادرات د پام وړ کم شوي دي.

له دې بدلونونو سره سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په مجموع کې لا هم ثابته پاتې شوې، خو د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی د افغانستان په ګټه تمام شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب