تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ) د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې بهر مېشتو افغانانو ته یې د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم د پېژندپاڼو وېش بیې له ۷۵ تر ۲۵سلنې ټیټې کړې دي.
یادې ادارې ویلي، دغه اقدام یې د خپل مشرتابه او ریاست الوزراء د حکم په اساس کړی.
د پرېکړي له مخې هغه افغانان چې ګاونډیو هېوادونو، منځنۍ اسیا، هند او ترکیې کې استوګن دي کولی شي خپلې پېژندپاڼې د ۲۰۰ ډالرو پر ځای په ۵۰ ډالر ترلاسه کړي.
دغه راز روسیه، عربي او افریقایي هېوادونو کې استوګن افغانان بیا د ۲۰۰ ډالرو پر ځای په ۷۰ ډالره او امریکا، کاناډا، استرالیا او اروپایي هېوادونو کې مېشت افغانانو لپاره بیا یوازې ۲۵سلنه تخفیف ورکړل شوی او د ۲۰۰ ډالر پر ځای په ۱۵۰ ډالره تذکرې اخېستی شي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې، دغه بیې یې د هغو بهر مېشتو افغانانو لپاره ټاکلې چې بهرني اسنادو په لرلو سره په حضوري بڼه د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره ورته مراجعه کوي.