شنبه, مارچ 22, 2025
Homeخبرونهراشدخان؛ په نړۍ کې لومړی نمبر وېکټ اخیستونکی شو

راشدخان؛ په نړۍ کې لومړی نمبر وېکټ اخیستونکی شو

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۷مه】د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کې لومړی توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې اخیستې دي.

په دغو شل اوریزو لوبو کې د راشد خان نړیوالې او نورې سوداګریزې لوبې شاملې دي.

راشد خان تېره شپه د جنوبي افریقا په شل اوریز تجارتي لیګ کې د یو لوبغاړي دینت ویلالاګي په اوټ کولو سره دا ریکارډ جوړ کړ.

تر راشد خان وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړی ډي جې براوو دی چې ۶۳۱ ویکټې لري.

راشدخان هم په خپله اېکس پاڼه خوښي څرګنده کړې، چې د نړۍ په کرکټ کې یو بل رېکارډ ثبت کړی.

راشدخان لیکلي: “د خدای شکر ادا کوم چې په کرکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. خوشحال یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې.
ستاسو د ټولو د دوعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....