جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهغږ/اجمل پسرلی

غږ/اجمل پسرلی

د کلي د جومات د اذان غږ د شمال له څپو سره لرې کیده نژدې کیده. وسله وال د ځوځانو شاته غځیدلی و، سترګې یې وغړولې. د مات تندي وینه یې پر مخ وچه شوې وه. هڅه یې وکړه چې له اړخه کلاشینکوف ورواخلي.

دی د شپې ټپي شو. له نورو ملګرو خبر نه و.غوښتل یې چې تر کلي ځان ورسوي. تر دې ځوځانو راغی بیا ولوید.

نژدې څرپی شو. نه پوهیده چې دښمنانو یې پل څارلی که یې ملګري دي. کلاشینکوف یې پر ټټر کیښود. یو تور سیوری یې سر ته ودرید. دنګ و. نور پوه نه شو……

د اذان غږ بیا لوړ شو، سترګې یې پرانیستې. یو ټیټ کس یې سر ته ولاړ و. سترګې یې سره ولاړې لکه لیمې چې یې ګڼدلې وې نه پرانیستل کیدې. د کلي د جومات د اذان غږ یې مخکې سم نه اوریده اوس یې غږ لوړ دی:

« اذان څومره اوږد شو؟!»

ښځینه غږ شو:

« شکر خدایه… څه شی اوږد شو؟»

سترګې یې پرانیستې. مور یې سر ته ولاړه وه. بیرته ورکه شوه. په زګیروي یې وویل:

« خوبونه دي….نه دي…»

لاس یې پورته کړ. نه پورته کیده. یوه پښه یې وخوځیده بله یې نه خوځیده.

سترګې یې کش ونیولې. مور یې د ده لاس وموښه، په ژړغوني غږ یې وویل:

– دغه څه کوې؟

د ده سترګې سره ولاړې. چې نیمکښو یې کړې سیوري ترې راګرځیدلي وو.

د قران شریف غږ شو، غږ ټیټ و یو نیم ټکی یې اوریده، لکه چې یاسین شریف و، سم نه پوهیده. لکه وریځې چې راشي، ماښام شي او دا یو یو ټکی چې یې اوریده دا هم غلی شو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب