جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو په هلمند کې د حکومت ۲۲ تنه بندیان خوشې کړل

طالبانو په هلمند کې د حکومت ۲۲ تنه بندیان خوشې کړل

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: طالبان وايي د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیل او ښه نیت ښودو په موخه یې د حکومت ۲۲ تنه بندیان له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، د حکومت دا ۲۲ تنه عسکر چې په بیلابیلو جګړو کې د دوی د ملګرو له لوري نیول شوي وو نن په هلمند ولایت کې د دوی له زندانونو ازاد شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، دوی د سولې پروسې اسانتیا لپاره د ښه نیت په موخه زیات کارونه تر سره کړي، چې له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري.

طالبانو له خپلو زندانونو دا بندیان په داسې مهال خوشې کړي چې نن د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوي دي.

د یادو مذاکراتو له پیلېدو د سیمې او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې به روان جګړه پای ته ورسېږي.

افغانان هم تر بل هر وخت سولې ته خوشبین دي او وايي چې حکومت او طالبان به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

په ورته مهال د یو شمېر هېوادونو استازو بیا ویلي چې افغانان باید خپلو خبرو ته پرېښودل شي او د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی وشي.

1 COMMENT

  1. طالبانو د ستايلو کار کړی مونږ ترې مننه کوو، دولت هم بايد د طالبانو بنديان د ښه نيت په وجه خوشې کړي دا خبرې بايد ډېر ژر يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.
    دواړه لورې بايد کوښښ وکړي هغه څېرې او سازمانونه چې د سولې مخالف دي يا ورته خنډونه جوړوي په شريکه منزوي کړي.
    په نهايت که بايد ښکېل لوري ښه نيت او صداقت وښيي او په عمل کې دايمي سوله قايمه کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب