پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیاری ښودلی

ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیاری ښودلی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۳) د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پیرالبرت الساس په دوحه کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

د ناروې ځانګړي استازي د بین الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه مذاکرات د افغان جګړې د پای سبب شي.

پېرالبرت دغه راز ویلي چې ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیاره ده او که دواړه لوري وغواړي نو ددغه مذاکراتو یو پړاو به په ناروې کې ترسره شي.

عبدالله عبدالله هم د نړیوالو په تېره د ناروې له همکاریو مننه کړې ده او په خبره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګډه همکارۍ به افغانان ورځ تر بلې سولې ته نږدې کېږي او افغانستان کې د سولې په راتګ سره به په سیمه کې د امنیت او پراختیا نوی باب پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...