جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه امريکا کې اورلګېدنې تر دې دمه ۲۵ تنه مړه کړي

په امريکا کې اورلګېدنې تر دې دمه ۲۵ تنه مړه کړي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) امریکا کې وروستیو اورلګېدنو د ځاني تلفاتو د ډېرېدو له امله اندېښنې راپورته کړې دي.

شاوخوا درې اونۍ کېږي، چې د یاد هېواد په کلیفورنیا، واشنګټن او اورګان کې سخت اور لګېدلی دی.

د معلوماتو له مخې د هوا د ګرمۍ له امله ځنګلي سیمو اور اخیستی او د باد د چلېدو له امله  اورلګېدنه پراخه شوې ده.

مسولان وایي، چې اور په یادو سيمو کې میلیونونه جریبه ځنګلونه له منځه وړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، چې تر دې دمه ۲۵ کسان په دې اور لګېدنو کې مړه شوي او زرګونه کورونه هم له منځه تللي دي.

د دوی په خبره ګڼ کسان لا درکه دي او په وینا یې اورګېدنې تر دې دمه ۴،۵ میلیونه جریبه ځنګل له منځه وړی دی.

اورلګېدنه لاهم د پراختيا په حال کې ده او امریکايي حکومت تر دې دمه د اور پر کنټرول نه دی بریالی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب