شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشېرپاو: که افغانستان کې سوله نه وي، پاکستان به هم ثبات ونه...

شېرپاو: که افغانستان کې سوله نه وي، پاکستان به هم ثبات ونه ويني

تاند ( یک شپنه، د سنبلې ۲۳) د کوزې پختونخوا وتلې سياسې څېرې او د قومي وطن ګوند مشرافتاب احمد خان شېرپاو وایي، چې د پاکستان ثبات د افغانستان له سولې سره تړلی دی.

د نوموړي په خبره اوس پاکستان ته په کارده، چې په ريښتيني ډول د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او له افغانستان سره دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي.

شېرپاو زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې سمې شي او په خبره یې اسلام اباد باید د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره د افغانستان د سولې په پروسه ريښتينې مرسته وکړي.

نوموړي د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده خو په ځانګړې توګه یې ویلي، چې د افغانستان د نا امنۍ په صورت کې پاکستان ته هېڅ وخت امنیت نه شي راتللی.

نوموړي داسې مهال په افغان سوله کې له پاکستان څخه د ریښتینې مرستې غوښتنه کړې، چې افغان سیاسیونو په خبره له دې وړاندې پاکستان په افغان سوله کې غولوونکی رول لوبولی دی.

که څه هم اوس پاکستان په ښکاره په افغان سوله کې د مرستې خبره کوي خو لاهم د دوی په نیت شک کيږي.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب