شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد وايي، افغانان باید د سولې خبرې بریالۍ کړي

خلیلزاد وايي، افغانان باید د سولې خبرې بریالۍ کړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۳) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د خبرو ګډوډوونکو هڅه وکړه چې دا مذاکرات وځنډېږي.

ده وویل اوس دا په افغانانو پورې اړه لري چې مذاکرات بریالي کړي:

«ستونزې به وي او موږ به خپل رول ولوبوو، خو افغانان هم باید خپل مسوولیت ادا کړي، مقاومت وکړي، تر اغېز لاندې را نه شي، تر خپلو شخصي ګټو د خپل هیواد اوږدمهالو ګټو او د خپلو خلکو غوښتنو ته ترجیج ورکړي.»

فکر کوم داسې کسان شته چې مرسته کوي. ځینې هیوادونه او موسسې شته چې مرسته کوي، خو د بین الافغاني خبرو مالکیت د افغانانو دی. څرنګه چې مې وویل دواړو خواوو نه غوښتل چې د خبرو په خونه کې بهرنیان وي. دوی حتي دا هم نه غوښتل چې د اسنادو د چاپ په شمول اداري کارونه یې بهرنیان وکړي، چې دا هم مثبته ده.»

د امریکا ځانګړی استازي د اوربند په اړه وویل، اوربند په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو یوه مهمه موضوع ده.

د خلیلزاد په وینا د امریکا او طالبانو په موافقه کې هم اوربند یو له څلورو مهمو موضوعاتو څخه و چې پر اساس یې د قطر موافقه لاسلیک شوه.

«ګومان کوم څه چې په لنډ وخت کې عملي ښکاري هغه د جګړې د شدت کموالی دی او یا یو بشري اوربند دی، دایمي او ټولشموله اوربند فکر کوم هغه مهال ممکن دی چې پر یوه سیاسي فورمول یا حللارې موافقه یا تفهام وشي.»

خلیلزاد په عین حال کې وايي، پکار ده چې د سیاسي موافقې لپاره لنډمهال اوربند او یا بشري اوربند وشي څو وروسته دایمي اوربند ته هم لاره پرانیستل شي.

د افغانستان حکومت د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده خو تراوسه پورې طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

په همدې حال کې له پرون راهیسې، چې په قطر کې د سولې خبرې پیل شوي، طالبانو په بلخ، کندوز، کاپیسا، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو په حملو کې لسګونه امنیتي ځواکونه او طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

کاپیسا

د کاپیسا چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولایت د تګاب ولسوالي پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویندوی شایق شورش وايي، د طالبانو د برید په نتیجه کې، چې تېره شپه یې وکړ، ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

ده په دې نښته کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تګاب د کاپیسا ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده.

جوزجان

د جوزجان ولایت د مینګجیک ولسوال مطیع الله احسان وايي، وسله والو طالبانو له نن سهاره د دې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړي دي.

مطیع الله احسان وویل چې لا هم جګړه روانه ده او که کومکي ځواک ور ونه رسېږي ممکن ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

کندوز

طالبانو تېره شپه د ولایت د مرکز د دوهمې حوزې د شینوارو پر پوسته برید کړی دی.

د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وايي، د دې برید په نتیجه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي.

ده د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې ۵ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب