جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران وایي، د خبرو له لارې د افغان جګړې له حل ملاتړ...

ایران وایي، د خبرو له لارې د افغان جګړې له حل ملاتړ کوي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بین الافغاني خبرو اترو د هرکلي ترڅنګ ویلي تمه لري، چې افغانان ژر په خپلو کې هوکړې ته  ورسېږي او روانه جګړه پای ته ورسيږي.

په اعلامیه کې لیکل شوي، چې دوی د سولې، په افغانستان کې د ثبات، امنیت او بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو ملاتړ کوي.

ایران وایي تمه لري، چې افغانستان ژر تر ژره د دایمي ثبات څښتن شي.

یاد هېواد په اعلامیه کې ويلي، چې ایران په دې برخه کې له دغه هېواد سره هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په اعلاميه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي، چې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

سرچینې ویلي، څومره ژر، چې خبرې پایلې ته ورسېږي دومره د افغانستان او سیمې لپاره ګټورې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...