جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنن طالب او افغان پلاوي د بین الافغاني خبرو د راتلونکو ورځو...

نن طالب او افغان پلاوي د بین الافغاني خبرو د راتلونکو ورځو اجنډا ټاکي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) د راپورونو له مخې د طالبانو او افغان حکومت لس کسیز پلاوی په خپلو کې په دې خبرې کوي، چې د راتلونکو ورځو د غونډو او بحثونو لپاره اجنډا وټاکي.

دغه پلاوی به پرېکړه کوي، چې په لومړیو مواردو کې پر کومو مسایلو خبرې وشي او کاري کمېټې څه ډول خپل کارونه پيل کړي.

سبا دوشنبه به په رسمي توګه طالبان او د افغان حکومت لېږل شوی پلاوی مخامخ سره کېني او پر اجنډا به بحث کوي.

https://taand.net/%d8%b2%d9%84%d9%85%db%8c-%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-2/

افغان حکومت ټینګارکوي، چې لومړی به پر اوربند خبرې کېږي، او تاوتریخوالی به کمېږي خو، طالبان بیا وایي دوی پر اوربند نه بلکې لومړی باید هغه عوامل له منځه یوړل شي، چې د جګړو د دوام سبب دي.

دواړه لوري به د لومړۍ غونډې له ترسره کېدو ورسته پایلې رسنیو سره شرېکې کړي.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90/

3 COMMENTS

  1. د دولت لیږلی هیت د غلو ډله ده! هیح افغان به دغلو ملاتړ و نه کړي! ماشومان خو ماشومان خو مشران یې هم ماشومان دي

  2. زما په نظر تر ټولو مهمه موضوع اوربند او د اعتماد جوړول دي .
    که یو دایمي اوربند باندې فیصله وشي ، په تدریج سره به هغه ستونزې او مشکلات یا اختلافي ټکي لکه جهالت ، سرتنبه ګي ، کینه ، بغض ، عداوت ، د پردیو لمسون ، د یو بل د حذفولو سیاست …. پیدا او له منځه لاړ شي چې د جګړې سبب شویدي.
    تر ټولو دمخه د افغانانو او انسانانو ژوند مهم دی. د خپلو خلکو ژوند ته نجات ورکړئ ، سوله خپلو ولس ته زېري او سوغات کې راوړئ . که مونږ هرڅه ولرو خو انسانان ونه لرو ، زمونږ خاوره او هرڅه به د افغانستان دښمنانو ته په لاس ورشي.
    دواړه خواو کې افغانان دي ، دواړه د یوې ژبې ، یو وطن ، یو دین او یوې خاورې بچیان یاست . خپل ټول اختلافات یوې خواته کړئ ، د 1370 کال له حوادثو نه عبرت واخلئ ، د افغانستان دښمنان تاسو ته غلطې لارښوونې کوي . تاسو جنګ او اختلاف ته تشویقوي .
    که مونږ ټول سره یو موټی شو ، خپله ټوله انرژي ، ځوانان ، سلاح ، سرمایه ، فکر ، عقل او تجربه سره یو کړو ، لرې به نه وي چې افغانستان یو ځل بیا په پښو ودریږي.
    زمونږ مشرانو څه ښه ویلي دي :
    که زه وایم چې زه یم او ته وایې چې زه یم . نه به ته ئې ، نه به زه یم.
    او که ته وائې چې ته ئې او زه وایم چې ته ئې . هم به ته ئې ، هم به زه یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب