جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله : د خبرو له لومړي پړاو څخه د ټولو هيله اوربند...

عبدالله : د خبرو له لومړي پړاو څخه د ټولو هيله اوربند رامنځته کېدل دي

تاند( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله وایي، له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د افغانانو تر ټولو لویه غوښتنه د اوربند رامنځ ته کېدل دي.

عبدالله عبدالله له رویټرز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې تر ټولو مهم څه، چې ټول افغانان یې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې غواړي د اوربند رامنځته کېدل دي.

نوموړي د دې تر څنګ پر دواړو لورو غږ کړی، چې د اختلافي مواردو د حل لپاره باید بحثونه وکړي او د خبرو له لارې دې پایلې ته ورسېږي څو په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې پای ومومي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر دغه راز زیاته کړې، چې د ښځو او اقلیتونو له حقوقو به دفاع کوي او هڅه به یې دا وي، چې روانه نامشروع او خونړۍ جګړه د تل لپاره ختمه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د راپورونو له مخې نن په دوحه کې افغان او طالب پلاوي د مخامخ خبرو لپاره د راتلونکو ورځو اجنډا ټاکي.

بل لورته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د خبرو ګډوډوونکو هڅه وکړه، چې دا مذاکرات وځنډېږي.

ده وویل اوس دا په افغانانو پورې اړه لري، چې مذاکرات بریالي کړي: «ستونزې به وي او موږ به خپل رول ولوبوو، خو افغانان هم باید خپل مسوولیت ادا کړي»

https://taand.net/%d9%86%d9%86-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب