جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکایي نظامیان: هېڅ پرېکړه د افغان حکومت له مشورې پرته نه کوو

امریکایي نظامیان: هېڅ پرېکړه د افغان حکومت له مشورې پرته نه کوو

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مککینزي تېرماښام ناوخته له ولسمشرغني او د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پر روانو خبرو او نورو مواردو بحث کړی دی.

مککینزي ویلي، چې امریکا د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي خو، تر څنګ یې په خپلو ټولو پرېکړو کې له افغان حکومت سره سلا مشورو ته ژمن دي.

د نوموړي په خبره خپلې ټولې پرېکړې او پلانونه به له افغان حکومت سره تر مشورو او خبرو وروسته جوړوي.

په ورته مهال بیا ولسمشرغني په دې لیدنه کې مککینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ټینګار ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ بايد اړیکې پراخې او د ډاډ وړ وي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%d9%8a-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%88-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%af-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب