جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو تښتول شوی وروستی هندي انجينر هم خوشې کړ

طالبانو تښتول شوی وروستی هندي انجينر هم خوشې کړ

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳)  د هند دولتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د دوی وروستی تښتول شوی انجينر تېره ورځ خوشې کړی دی.

سرچینې د خوشې شوي هندي انجينر نوم مانتو سينګهـ ښودلی خو دا چې څنګه خوشې شوی ډېر جزئيات یې نه دي ورکړي.

هندي رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې یاد انجينر د هغو ۷ هندي انجينرانو له ډلې وو، چې په تېر ۲۰۱۸ کال بغلان ولایت کې طالبانو تښتولی وو.

له دې وړاندې طالبان د هند ۶ نور تښتول شوي انجینران هم خوشې کړي دي.

وروستی هندي انجينر تېره ورځ په دوحه کې د افغان او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو د پيل سره سم خوشې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغان خبرې اترې پيل شوې.

د یادې ناستې د پيل په مراسمو کې امریکا، د ملل متحد سازمان، اروپایي اتحادیې او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ګډون درلود او د دې خبرو د ملاتړ ترڅنګ یې د اوربند پر ټينګښت ټینګار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب