جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد غور پوهنتون له شلو ډېر محصلان په کورونا ويروس اخته شوي

د غور پوهنتون له شلو ډېر محصلان په کورونا ويروس اخته شوي

 

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۲۳) د غور ولایت روغتیايي مسولان وایي، چې د دې ولایت په پوهنتون کې تر دې دمه ۲۳ تنه محصلان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د یاد ولایت د روغتیا رئيس جمعه ګل یعقوبي په یاد پوهنتون کې روغتیايي لارښوونو ته په نه پاملرنې نيوکه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د غور پوهنتون په ښوونکو او محصلانو کې د کورونا د علايمو د ليدل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

روغتیايي مسولان وایي، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې د کورونا ۵۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۱۱ تنه یې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت دوروستیو خپرو شویو معلوماتو پر اساس لیدل کيږي، چې یوځل بیا په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

تازه یاد وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۱۶ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کورونا وبا د مړیني کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو په همدې ویروس اخته ۴۰۴ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب