جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قومندان په ګډون...

کندهار کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قومندان په ګډون ددغې ډلې ۴۱ غړي وژل شوي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: طالبانو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه بریدونه کړي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو د شاولي کوټ ولسوالۍ په زنګتان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه قرارګاه برید کړی چې شپږ امنیتي سرتېري یې وژلي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه کاږي یاده پېښه تېره ورځ ماښام مهال رامنځته شوې چې طالبانو ته پکې هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.

په پېښه کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قومندان ملا احمد په ګډون د یادې ډلې ۴۱ جنګیالي وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي دغې نښتې څو ساعته دوام کړی چې د وژل شویو طالب جنګیالیو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا نښته په داسې مهال رامنځته شوې چې اوسمهال په قطر کې د حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي ټیمونه د سولې په خبرو بوخت دي.

2 COMMENTS

  1. په پدر مو لعنت شه طالبه چې په داسې ورځو کې هم افغانان وژنې. تاسې پاکستانی سپیان به کله دا افغان وژنه بنده کړئ. که سبا مو سوله وکړه ددې وژل شویو وینه او ګناه ستاسو حرمونو په غاړه ده. تاسې خو نه په خدای باور لرئ او نه په قران او نه هم په انسانیت او نه په خپله ژبه. که دا څلوېښت وژل شویې افغانان وی نو ددوی یتیمان خو به ضرور ستاسو له ستونې نیسې چې ولې مو زمونږ پلرونه خپل د شخصي او سیاسی اهدافو قرباني ګړل. د قران لپاره نور یې بس کړئ په کوم مخ په دې خلکو حکومت کوئ. تف لعنت دی پر تاسو مضحکو او لعنتی خرو پدر لعنتو دلالانو وي. والله که خو دا ملت تاسې خردجالان او د ابلیس اولاده وبخښي. الله مو تر دې هم ذلیله او شرمشاره کړه.

  2. دمذاکراتو د شروع سره باید اوربند وشی ، د صلحی کوښښ او وینی بهول دواړه متضاد مفاهیم دی ، دا دواړه مفاهیم موازی نه شی تللای . د اوربند نه بغیر د صلحی د پاره لازم اعتماد هم نه شی رامنځ ته کیدلای ، چه اساسی عنصر د صلحی دی . بنآ لازمی ده چه اوربند اول قایم شی اووروسته په نورو موضوعاتو د صلح مذاکرات دوام ومومی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب