جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله وايي د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه په دوه ورځو کې...

عبدالله عبدالله وايي د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس وايي د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدل د سولې لپاره یو مهم او تاریخي ګام دی.

ښاغلي عبدالله عبدالله چې نن یې په قطر کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، افغانان هیله لري چې ددغو خبرو په پایله کې به تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

هغه وايي، افغانان د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند غوښتونکي دي او دی ډاډه دی چې دواړه لوري به په همدې دې موضوع خبرې کوي.

نوموړی وايي د حکومت او طالبانو لومړنۍ ناستې پرون شنبه د سنبلې په ۲۲مه پیل او نن یکشنبه هم دوام لري.

ښاغلی عبدالله وايي، د مستقیمو خبرو له پرانیستې مراسمو پرته یې تر اوسه د طالبانو د مذاکره کوونکي ټيم له مشر سره نه دي کتلي.

خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې عبدالله عبدالله، مایک پامپیو او ملا عبدالغني برادر به په یوه درې اړخیزه ناسته کې سره وګوري.

هغه وايي دوی په دې هڅه کې دي چې ټولې ستونزې ژر حل کړي خو په زیاتوي چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په دوه ورځو کې نه حل کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې له لارې هیڅوک هم بریا ته نه شي رسېدلی خو د مذاکراتو دواړه لوري ګټونکي کېدی شي.

نوموړي دغه راز ویلي، دوی د خبرو پر مهال د بهرنیانو شتون نه غواړي، خو په وینا یې کېدی شي په ځینې ناستو د اړتیا په صورت کې ورته د ګډون اجازه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب