جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قطر امیر طالب مشرانو ته د سولې په برخه کې د...

د قطر امیر طالب مشرانو ته د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲۳مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس ملاعبدالغني برادر او د مذاکراتي ټیم مشر عبدالحکیم حقاني د کوربه هېواد له امیر سره ولیدل.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردک پر خپل ټوېټر لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پر روانې پروسې خبرې کړي دي.

دواړو خواوو نن تر غرمې مخکې لیدلي دي.

ښاغلي وردک زیاته کړې د قطر امير د مذاکراتو په اړه د طالبانو له هڅو ستاينه کړې او په راتلونکي کې يې په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

نوموړی وايي، ملا برادر هم د قطر هېواد له همکاریو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دوی به د سولې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي، چې نن هم دوام لري.

په ورته مهال په قطر کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، تر اوسه یې د طالبانو د مذاکراتي ټیم له مشر سره خبرې نه دي شوي.

د طالبانو ویاند هم تائیدوي چې تر اوسه د دواړو خواوو د تخنیکي ګروپونو تر منځ لیده کاته نه دي شوي، خو زیاتوي چې کله دواړه لوري سره کیني د مذاکراتي ټيمونو د ناستې لپاره به زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب