Homeخبرونهناپېژانده وسله والو ۳ پاکستاني پولیس تښتولي

ناپېژانده وسله والو ۳ پاکستاني پولیس تښتولي

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۷مه】د خېبر پښتونخوا قبایلي برخې، جنوبي وزیرستان کې ناپېژانده وسله والو ۳ پاکستاني پولیس تښتولي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي یاد پولیس وسله والو د هغوي له کورونو تښتولي دي.

پولیسو هم د دې پېښې پخلی کړی او د دوی د خلاصون د هڅو له پیل یې خبر ورکړی دی.

سرچینې وایي د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر ارشد خان رسنیو ته ویلي، چې تښتول شوي پولیس د جنوبي وزیرستان د لدهې د زنګړه کلي څخه وسله والو تښتولي دي.

تر دې پېښې وړاندې د تېرې جنورۍ میاشتې په پای کې هم په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا پېښو پرمهال د ایف سي ځواک د یو سرتېری په ګډون شپږ کسان ناپېژانده وسله والو تښتولي وو او دغه راز یې دوه د اوبو ټانکرې هم له ځانه سره وړې وې.

پاکستان له بد امنیتي وضعیت سره مخ ده او هره ورځ ترې د وسله والو بریدونو، چاودنو او تښتونو خبرونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...