Homeخبرونهد امریکا او قطر د موافقې پر اساس به قطر په افغانستان...

د امریکا او قطر د موافقې پر اساس به قطر په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو ساتونکی وي

تاند(جمعه، د عقرب ۲۱مه) د امریکا متحدوایالتونو او قطر موافقه وکړه چې قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو دیپلوماتیک استازندوی وي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز ته د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.

په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې قطر نن / جمعه یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوحه په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالب حکومت ترمنځ له رسمي تماسونو سره د مرستې لپاره د امریکا د دیپلوماتیکو ګټو د ساتونکي رول لوبوي.

د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د امریکا ترڅنګ ګڼ اروپايي هیوادونه نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني ځکه چې د دوی په باور طالبان د ښځو حقونو ته درناوی نه لري.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر له باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په یوه خبري غونډه کې موافقه اعلان کړي.

1 COMMENT

  1. جهادي/مذهبی/دیني خرتوب چې له عرب سري ځناور پښتونه تېر شو، ولا بيلا که هېڅ خرتوب وي.
    او دا دی اوس یې ورته چلتاریان وګمارل چې د خان لپاره لکه شپاڼه خپل یونیم زرکلن مذهبی/دیني بوده ګان اداره کړي ههههههه او خيرن پټان دې د جنت په وعدو من من ډرتیږي ههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...