تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پاکستاني صدراعظم عمران خان د پاکستان له لارې د هندوستان د مرسته شويو غنمو د انتقال په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:(( د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د مالیې او سوداګرۍ وزیرانو او مل پلاوي، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، هغه هیواد د کابېنې وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل.))
مجاهد زياتوي، چې متقی له عمران خان څخه وغوښتل څو د تورخم او چمن دروازو او افغان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو څخه ټرانزيټ کې عملي اسانتياوې راولي.
طالب وياند وايي، عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ټرانزيټ کې به د پاموړ اسانتيا راشي.
د ذبیح الله مجاهد د معلوماتو له مخې، همدا ډول عمران خان ژمنه وکړه چې د واګه بندر له لاری به د هند هېواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي.
ويل شوي، چې د ویزو په برخه کې به هم پاکستان سهولتونه راولي، په نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به دزمينو په برابرولوسره مرسته وکړي.
مخکې هندوستان له پاکستان څخه شکایت کړی و، چې افغانستان ته یې د مرسته شويو غنمو د لېږد اجازه نه ده ورکړې.
پاکستان د افغانستان په تر ټولو سخت بشري ناورين کې هم، نه يوازې له هندوستان سره خپله دا دښمني پاللې، بلکې افغانانو ته يې د پاکستان د سفر اسانتياوې په نشت برابرې کړي دي.
تف لعنت په امران خان تف لعنت په پاکستان او تف لعنت په موزي غلام خبيث طالب. په دغو مرستو به بيا پنجاب خپلې شوڼډي غوړي کړي. خبيث طالب خو ده حرامي .