سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهتازه ویډيو؛ يو ط هم ترانه اوري او هم پر وړې نجلۍ...

تازه ویډيو؛ يو ط هم ترانه اوري او هم پر وړې نجلۍ جنسي تیری کوي

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) افغانستان انټرنشتال ټلويزيون وايي د یوه طالب جنګيالي هغې ويډيو ته يې لاسرسی موندلی، چې پر يوې وړې نجلۍ پکې د جنسي تیري په حال کې ښکاري.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، ياد شوی طالب د دغه جنسي تیري پر وخت يوه طالبي ترانه هم اوري.

افغانستان انترنشنال د يادې پېښې وخت او ځای نه دی ښودلی، خو ويلي چې دوی ته يې خبري سرچینې له کندهار ولايت څخه استولی دی.

ياد شوی ټلويزيون ټینګار کوي، چې دغه ویډیو ورسره موجوده ده، خو د خپل نشراتي سياست په اساس یې د غیر اخلاقي اړخ له کبله نه شي خپرولای.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له څو ورځو راهيسې، د طالبانو يو مطبوعاتي مبلغ چې په جنرال مبین مشهور دی، په یوه رسنيز شوي مکتوب کې پر یوه ماشوم په جنسي تیري کولو تورن شوی دی.

د دغه خبر د دقت او رد په اړه هم طالب وياندويانو څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. د سپین بیرغ او سپیځلو سنمبولولو تر شا هر جنا یت چی تالبان يی ترسره کوی ددوۍ لپاره روا او حلال کار دی
    دی تالب هم پداسی حال کی چی په وړه نجلۍ جنسی تیری کوی د اسلامی امارت ترانه اوری او دا جنایت تر سره کوی.

    بلی خوا تالبانو قوماندانانو او ددوۍ مخه ورو ددین ټیکه دارانو دافغانستان نه د دلواطت منډهی جوړه کړی او زیات پاکستانی کم عمره او ښکلی هلکان يی ددې کار درواجولو لپاره افغانستان ته راوستلی او په سپینه رڼا ورځ يی لکه د خپلو خځو په څیر استعمالوی.

    تالب اسلامی نه بلکه وحشی او د لوطیانو ډله ده ځکه چی دوۍ چی کوم بیغیرته کارونه کوی د هغو کارونو یو غیرتی افغان او پښتون تصور هم نه شی کولی.
    هغه ورځ لری نه ده چی د تالب جاهل خیټه ور مشران ملایان خپلو لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو ته د هلکانو سره ودونه کول روا اعلان کړی. او ودونو ته به يی لوړ پوړی پاکستانی میمانه هم را وبلی.

    په هیواد مینو افغانانو ته پکارده چی ددوۍ د هر جنایت نه پرده پورته کړی او نورو افغانانو ته يی افشا کړی.

  2. ملی خایینان اوس خلک پیژنی چه ترکومه دغربیانو په خدمت کی خپل ناموس خرڅوی.
    دا ۱۹۹۶ ندی چه د سی ان ان په ستډیو کی جوړ سوی فلمونه به خلک منی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی