سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمتقي: دومره مهذب واکمنان یو، چې له یوه مخالف نه مو هم...

متقي: دومره مهذب واکمنان یو، چې له یوه مخالف نه مو هم غچ وانخيست

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پاکستان ته د سفر پر مهال ادعا کړې، چې دوی له واکمنیدو سره، له خپل یوه مخالف څخه هم غچ نه دی اخیستی.

نوموړي ويلي:(( ‏شل کاله طالبان د بي۵۲ او ګڼو نورو پرمختللو وسلو تر وحشت او بربریت لاندې وو؛ خو نن چې طالبان واکمن دي، دومره مهذب دي چې خپل له يوه مخالف څخه يې هم غچ وانخيست.))

متقي دا هم ویلي، چې ر‏د تېرو حکومتونو يوه ستونزه دا وه چې د خپل ولس پر ځای يې د نړيوالو فرمايشونو ته لومړيتوب ورکاوه. همدا لامل و چې ولس يې پر ضد راپورته کېده او له منځه تلل.

د هغه په وينا، دوی به د خپل ولس غوښتنو ته لومړيتوب ورکوو، د نړۍ مشروع اندېښنې به هم په پام کې نيسو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په يوه تحقيقي انستیتیوت کې د وينا پر مهال د طالبانو د واکمنۍ قانوني خلا ته په اشارې ويلي، چې ‏تېر ځل  ملا محمد عمر  فرمان ورکړ چې د افغانستان پخوانی اساسي قانون علما وګوري که شريعت سره ستونزه ونه لري، پلي دې شي.

متقي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالب وزير ‏د ټي.ټي.پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو په اړه وويل، چې دا خبرې شوي او اوربند هم شوی.

دی ټینګار کوي، چې دواړه لوري په ريښتينوالي دغو خبرو ته ادامه ورکړي تر څو نتيجه ورکړي.


د طالبانو دغه چارواکي دا هم وويل، چې افغانستان کې له وروستي تحول وروسته په سيمه کې اقتصادي ښېرازۍ ته ښه فرصتوته راټوکېدلي دي.

هغه پاکستان ته په اشارې سره وويل، چې دواړه هېوادونه بايد له دغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

طالب وزير يادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د افغانستان له مختلفو سيمو اوس هم هره ورځ د طالبانو لخوا د جمهوري نظام د یو شمېر منسوبینو، مدني فعالانو، خبریالانو او ځینو نورو مطرحو څېرو د مرموزو وژنو خبرونه ورکول کېږي.

طالبانو تر اوسه د دغو وژنو عاملين نه دي نیولي او نه يې په اړه ملت ته ځواب ورکړی.

د دوی منتقدین ادعا کوي، چې طالبان په نرمو خبرو نړۍ افغانان د ځان بدلیدو په اړه غولوي، خو په عمل کې هماغه متشدده او ترهګره ډله ده، چې خپل مخالفین او روښانفکران يې د وژنو هدف دي.

3 COMMENTS

  1. تاسو ولی لہ افغان ملت سری خبری وہ نکڑئ او پہ زور مو کابل اشغال کہ ۔
    او وس تللی ئی پہ ھغہ پاکستان دی افغانستا آبرو او عزت خرسوی کم چی انگریز ددی ملت دی بربادی لپارہ جوڑی کڑی
    شرم وکڑہ بی ناموسہ
    بچیہ پہ تاسو ئی افغان دولت روان کڑ وس پہ داعش تاسو ۔۔۔۔ تاسو دشرم پہ نام کوم شی پیژنی خر مرگو
    لہ دغہ اسلام برباد نہ ئی ستاسو سفیر بہ پرتوگہ بی جامو پہ امریکا یانو خرس کڑ دی شرمندہ زامونو اللہ مو تباہ کہ ۔

  2. د روغزن په لور یی ومنډم؟ اول مو کندهاری کمدین سم کړ، بیا مو شروع وکړه تر ننه پوری. د متقی خو ډیر د آی اس آی وفادار ځوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی