سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد جمعې پر لمانځه درېيم ځانمرګی برید؛ نن يې ننګرهار کې لسګونه...

د جمعې پر لمانځه درېيم ځانمرګی برید؛ نن يې ننګرهار کې لسګونه کسان وژلي

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د ننګرهار له سپین غر ولسوالۍ څخه راپورونه وايي، چې د دې ولسوالۍ په تريلي سیمه کې نن د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی دی.

ويل شوي، چې په دې برید کې تر ۲۰ پورې کسان وژل شوي او ممکن د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه وي.

یو شمېر عیني شاهدانو ویلي، چې دا پېښه د يوه ځانمرګي بريدګر له لوري رامنځته شوې ده.

ځينو سرچينو بيا دا پېښه چاودنه ګڼلې ده.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، دا د افغانستان پر جوماتونو د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال درېیم ځانمرګی برید دی.

مخکې دوه نورې ورته پېښې د کندوز او کندهار ولايتونو د شیعه ګانو پر جوماتونو شوې وې، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د یادو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

په ننګرهار کې بيا د یادو پېښو برعکس، د پېښې قربانيان حنفیان دي.

داعش ډله په ننګرهار کې هم د ورته پېښو مسووليت ډېر ځله پر غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی