پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهذبيح الله مجاهد د زابل د څاه ته لویدلي ماشوم مړينه تاييد...

ذبيح الله مجاهد د زابل د څاه ته لویدلي ماشوم مړينه تاييد کړه

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تایيد کړه، چې د زابل ولايت هغه ۷ کلن ماشوم ، چې له څاه څخه ژوندی را ويستل شوی و، مړ شوی دی.

مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي وو، چې په زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم له ژغورل کيدو وروسته ژوندی دی او کابل ته په هلیکوپټر کې د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې زابل ته د نوموړي د ژغورلو د عملياتو لپاره د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ورغلي استازي انس حقاني د دغه ماشوم د مرګ خبر ورکړی او له دې کبله یې خواشيني څرګنده کړې ده.

نن د طالبانو دحکومت يوه وياند احمدالله وثیق وويل، چې په زابل کې يوې ژورې څاه ته لویدلی ۷ کلن ماشوم له ۹۶ ساعتونو هڅو وروسته ژغورل شوی دی.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند احمد الله وثیق وويل، چې دغه ماشوم د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني، د زابل والي مولوي بسم‌الله عبدالله او عامو خلکو په هڅو وژغورل شو.

نوموړی زياتوي، چې روغتیاپالانو د دغه ماشوم د روغتیايي وضعیت تشخیص پیل کړی دی.

د دغه ماشوم د ژغورلو لپاره به ټولنيزو رسنيو کې پراخ کمپاين وشو، چې ورسره د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي زابل ته لاړل او له نيږدې ېې د نوموړي د ژغورلو د عملياتو څارنه کوله.

د طالب چارواکو دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

4 COMMENTS

  1. هغه کسان چې دغه وړ څاه ګانی کیندي او بیا یې همداسي پرېږدي نه یې بیرته ډکوي او نه یې خوله ور بندوي د دغه وړ پیښول مسول دي او باید پوښتمه ترې وشي.

  2. پښتون ته لوبه بدمرغی او دمصیبتونو ډکې ورځې ورپېښې دي. زابل، هلمند، کندهار او داسی یی راوخله تر کونړه هرّ ورځ له غمونو سره مخامخ دی. انتحاری نه ی ونیسه تر څا لویدو ، دماشوم دوه څیر کول، جومات کی بمونه، او بیا د کونړ په ماشومانو پاکستانی راکټونه او د امریکی شل کلن ناورین خو پریږده …. ترڅو دوی په یو اتفاق سم انسانی ژوند ته ملا ونه تړی او ځان دعلم په ګاڼه سمبال نکی دا بدمرغی ګانی به دوام لری، نو ای پښتنو ځان او خپل ژوند او تیرو افتخاراتو ته متوجه شئ . دخدای په لحاظ خپل بشری کرامت ته لوی ارزښت ورکړی الله پاک مهربان دی رحم به راباندی وکی اوس ته ګوره دا څښتن مړی څا تاسی هره ورخ لیدله خو معلومدار چی خطر پکی و ولی مو کټاره نه دروله ولی مو نه بندوله ولی مو ماشومان ور پریښودل اوس به ټوله شپه ولاکه خوب راشی د حیدر جان مظلومه څیره می ځوروی او زړه می اوبه اوبه شو دا څه له غمونو ډک ژوند لرم یا پاکه ربه رحم وکړی لږ آسانی را باندی راوله. دهغه د ژوند دغه دوه وروستی ورځې او شپې په هغه تنګ یخ ځای کی د مرستو په تمه. یالله ته یی اجر ورکړی او فردوس جنت دغه معصوم ته ورکړی او والدینو ته یی دایوب علیه سلام صبر نصیب کړه ټول کلی ته یی اجر ورکړی لوی غم یی وګاله -انا لله وانا الیه راجعون.

  3. وحید خانه څوک چې درواغ ویې زما لپاره پښتون ندی ! ده درکجا درخت در کجا ! مونږ د کوچني هلک په ویر او غم کې یو اوته خپله پروپاګنده کوې ! په هیڅ تاریخ د افغانستان کې داسې دولت ندی تیر شوی چې ددفاع وزیر او داخلي وزیر یې د یوو هلک په خلاصون کې ماتم وهلي حاضر وي !
    د غنی او غربی مفکورو په لحاظ ( نه دخدای ج او رسول ) له خوشې پرو پاګندې څخه لاس واخله ! که نه د یوو مکتبي پښتون له داسې عمل څخه به نورو ته به مالومیږي چې دا مخلوق جاهل او د اصلاح وړ ندی !! مننه

  4. لمړی زه د ښاغلی پتنګ ورور د د تبصری سره موافق یم، اسلامی امارت هغه کار وکړو چه د افغانانو د افتخار وړ دی.

    مونږ افغانان تل ټوله پړه او مسولیت په حکومت اچوو. مګر په سلهاوو اولسی خلک لیدل کیږی چه فقط سیل او تماشاه کوی.

    که د اسلامی امارت په څنګ کی ولسی خلکو د دغه برمه یی څاه څخه په 5 پنځه میتره فاصله کی وړاندی بله وطنی ساده څاه شروع کړی وای، چه کله 17 میتره ژوروالی ته رسیدلی وای، او بیا یی 5 میتره د برمه یی څاه طرف ته تونل وهلی وای، کیدای شوای چه دغه ماشوم چه د 17 میتره څاه په ژوروالی کی نښتی وه ژغورلی وای.
    د ډیرو ځوانانو په مټ په خپلو کورنیو وسایلو دغه 17 میتره ژوره وطنی څاه په یوه ورځ کی کیندل کیدای شوه، خو د دیی پر ځای چه اولس او د کلی خلک همت او توره وکړی. فقط او فقط د سیال او تماشی وږی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب