Homeخبرونهزابل کې څاه ته لویدلی ماشوم ۹۶ ساعته وروسته ژوندی را وايستل...

زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم ۹۶ ساعته وروسته ژوندی را وايستل شو

تاند: (جمعه، د دلوې نهه ویشتمه)‏ د طالبانو د حکومت يوه وياند وويل چې په زابل کې يوې ژورې څاه ته لویدلی ۷ کلن ماشوم له ۹۶ ساعتونو هڅو وروسته ژغورل شوی دی.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند احمد الله وثیق وويل، چې دغه ماشوم د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني، د زابل والي مولوي بسم‌الله عبدالله او عامو خلکو په هڅو وژغورل شو.

نوموړی زياتوي، چې روغتیاپالانو د دغه ماشوم د روغتیايي وضعیت تشخیص پیل کړی دی.

د دغه ماشوم د ژغورلو لپاره به ټولنيزو رسنيو کې پراخ کمپاين وشو، چې ورسره د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي زابل ته لاړل او له نيږدې ېې د نوموړي د ژغورلو د عملياتو څارنه کوله.

د طالب چارواکو دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...