شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهټویټر کې د افغان ښځينه معترضانو د نیولو پر وړاندې اعتراضي کمپاين...

ټویټر کې د افغان ښځينه معترضانو د نیولو پر وړاندې اعتراضي کمپاين روان دی

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ د افغان ښځو د حقونو زرګونو ملاتړو په ټویټر ټولنیزه رسنۍ کې د طالبانو له لوري د افغان ښځينه معترضانو د نيولو په غبرګون کې پراخ اعتراضي کمپاين پيل کړی.

د افغان ښځو د حقونو ملاتړو په دې کمپاين کې د«#StandWithWomenInAfghanistan»،
شعار له بدرګې کولو سره له نړیوالو غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودريږي.

د‌ دې کمپاين مفکوره افغان فلم جوړونکې صحرا ماني وړاندې کړې او له خلکو یې غوښتي چې یاد شوی شعار پر خپل ورغوي ولیکي او عکس يې له همدغه شعار سره پر ټویټر پاڼې خپور کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د ښځو چارو وزارت لغوه شوی، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او له محدودو هغو پرته په ډېرو دولتي ادارو کې د کار تر څنګ د ښځو ګڼ نور فعاليتونه ځنډول شوي دي.

طالبان له دې کبله په نړیواله کچه تر سخت فشار لاندې دي، خو دوی په هېواد کې دننه ګڼې ښځينه معترضانې بندیانې کړي او د ځينو په وژلو او لادرکه کولو هم تورن دي.

طالب وياندويان بيا ټينګار کوي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د نجونو ښوونځي بېرته پیل او د اسلام مطابق د ښځو حقونه ورکړي.

د طالبانو منتقدین بيا طالبان د ښځو د حقونو او نورو برخو کې له اسلامي احکامو څخه په افراطي تفسير تورنوي او ټینګار کوي، چې دوی د دې د اسلامي حکومتولۍ په توګه د یوه اسلامي هېواد موډل انتخاب کړي.

2 COMMENTS

  1. زما په اند دغه افغان ښځې نه دي دغه د پرديو په لمسون د شمالي خنزيرانو قاتلانو ناموس پلورونکو په لمسون کوڅو ته راوزي. بس ددغه خبرې دغه د بشر حق غوښتونکې که رښتيا غواړي د خپل ولس په غوښو جوړې سوې پيسې د له دجال لو کافر بيدين نه وغواړي. نړۍ ته د ووايي سي دغه ډارن دغه ماتي خوړونکی يرغلګر سي افغان ولس يې غاښونه ورمات کړل اوس د خپلې ماتې غچ له افغان ځوريدلي ولسه اخلي.دغه د ښځو د حق غوښتونکي د ټول ولس د حق لپاره کوڅو ته راووزي.

  2. این اعتراض بخاطر حقوق زن‌ها نیست بلکه این اعتراض را دو سه فاحشه به راه انداخته که در حکومت لندغران همه ایشان تن فروشی می‌کرد حقوق غربی زن یعنی حیوانیت حقوق زن‌های مسلمان افغانستان تامین است و طبق اصول اسلامی همه چیز برایش مهیا است و ما حقوق کفر و الحاد را در افغانستان نمیخواهیم و کسانیکه تحت نام این شعار به تویتر شعار می فرستد از جمله بی ناموسان و مرتد هستند بخاطر صلح پیروزی و اصلاح مبارزه نماید نه بخاطر فحشا و بی دینی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب