تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه) د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د امريکا د دفاع وزارت هغه راپور رد کړی، چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې د پیاوړتیا په حال کې ده او د طالبانو مخالفین ځانته جذبوي.
د امريکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې راغلي، چې داعش ډلې ظاهرا په افغانستان کې سکوت غوره کړی، خو د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د طالبانو مخالفین خپلو لیکو ته جذبوي.
د طالبانو دفاع وزارت بیا وایي، چې امريکا په داسې راپورونو غواړي په افغانستان کې خپله ماتې توجیه کړي.
طالب وياند ټینګار کړی، چې داعش ډله په افغانستان کې حضور نه لري او نه دوی ورته د جدي ګواښ په سترګه ګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ستاینه وکړه.
هغه په عین حال کې ویلي وو، چې طالبان له القاعدې ډلې سره د اړيکو پرې کولو لېواله نه دي او دا کار یې امریکا سره د دوحې تړون خلاف عمل دی.