شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د امنيتي تضمين اخيستو په شرط بیرته هېواد ته ستنیږي

ولسمشر غني د امنيتي تضمين اخيستو په شرط بیرته هېواد ته ستنیږي

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ يو شمېر باوري سرچينو تاند ته منلې، چې د افغانستان بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني د يو لړ قوي امنيتي ضمانتونو په شرط هېواد ته د بيرته ستنيدو په اړه هوکړه کړې ده.

سرچينې د نوم نه خپريدو په شرط وایي چې تر اوسه په دې اړه هوکړې او تضمینونه نهايي شوي نه دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي عبدالسلام رحيمي د همدې موضوع د تعقيب په موخه افغانستان ته ګرځيدلی او طالب چارواکو سره له نيږدې په دې اړه خبرې کوي.

ويل شوي، چې په دې برخه کې طالبانو سره د جمهوريت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم په خبرو اخته دی او که خبرې په ښه ډول مخته لاړې شي، په ډېر ګومان چې ستانکزی به هم د رحیمي په شان د ولسمشر غني د ستنیدو په اړه د مقدماتي مسايلو د تعقیب لپاره افغانستان ته را وګرځي.

سرچينو دا هم ويلي، چې ولسمشر غني نور په سياست او حکومتولۍ کې د ګډون لېواله نه دی او دا غوره ګڼي چې په لوګر ولایت کې پر خپلې پلرنی ځمکې يو علمي مرکز تاسيس او اکاډميک فعاليتونه مخته يوسي.

ولسمشر غني ته یوه بله نیږدې سرچينې تاند ته وويل، چې ولسمشر غني په راتلونکي میاشت کې د سيګار د هغه راپور له خپرېدو وروسته افغانستان ته د ستنېدو نیت لري، چې له افغانستان څخه د نوموړي د وتو پر مهال پرې د مالي فساد په اړه لګول شوي دي.

د روسیې د استخباراتي ادارې سرچينو په ګډون د ولسمشر غني نورو مخالفینو هغه تورن کړی و، چې له افغانستان څخه د وتو پر وخت یې ۱۶۹ ميلیونه ډالره ورسره وړي، خو ولسمشر غني دا تور رد کړی او په دې اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر غني ورور حشمت غني احمدزي ویلي، چې ولسمشر د امنیتي تضمین له ترلاسه کولو سره په هېواد کې د یوه عادي وګړي په توګه د ژوند کولو پلان لري.

ښاغلي غني خپله هم له هېواده د وتو وروسته په لومړني پیغام کې ویلي وو، چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو اراده لري.

طالبانو په ښکاره په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په عمومي ډول یې ټینګار کړی چې ټولو بهر ته تللو افغانانو ته یې هېواد ته د را ستنیدو غږ کړی او د باعزته او امن ژوند ډاډ یې ورکړی دی.

3 COMMENTS

  1. غنی ډیر بی طالع و. امریکی ، پاکستان، ایران، شمال ټلوالی، فضلی، چحانسوری، نادری، سلام رحیمی او ایران ټولو ورته کندی ایستلی، د ده نوم ټولو بد کړ او فساد کی نور اخته وو. پاکستان قسم وخوړ چی ترڅو غنی وی جنګ او د عامه تاسیساتو ورانونو ته دوام ورکوی امریکی ته دپاکستاناستخبارتاو وویل : تاسی غنی لری کړی افغانستان کی جنګ دروو. ایران د غنی له اقتصادی برنامو او له انزوا وتلو او د اوبو له مدیرت کولو تشویش درلود. فدارم، خلیلی او محقق د پشتنو له قوی کیدو ویره لرله هغوی پوهیدل چی غنی به داسی وضعیت راولی چی نور به د پشتنو قتل عام ودریږی او پښتانه به ذاتفاق لرونکی شی، دسواد، شعور او قدرت ډګر کی خپله لازمی ونډه او حق به ترلاسه کړی د غنی تلاش د وطن آبادول داقتصاد ښه کول له انزوا ویستل او دپښتون حفاظت و، نوځکه خراسانیانو ورته قبیله، کوچی اوغان او فاشیست ویل حال دا چی غنی پاک او ډیر پوه و کله به چی کنفرانسونو او لویو ِغونډو کی په انګلیسی غږیده دنیا به ورته حیرانه وه. لیاقت او پوهه کی یی شک نه و، په فساد هم نه و ککړ لویه نیمګړتیا یی دا وه چی په ځوانانو یی ډیر باور وکړ او ښځه یی لبنانی وه او بعضی عربی لغات یی نشو قلقله کولای او کله به وینا کی ډیر احساساتی شو یا به یی شعر او متلونه غلط کړل نور عیب یی نه و. ده له امریکی د ستراتیژیکو مسایلو پر سر چی د افغانستان لپاره مهمی وی اختلاف پیدا کړ نو ځکه امریکه هم ورته غوسه وه نو طالبان چی د وطن ابادی، استقلال او ارامی غواړی له غنی څخه دی اقتصادی چارو کی استفاده وکړی هغه به وزیر او رییس نه وی بلکی د یوه مشاور او متخصص په توګه موږ ته دهغه فکر مهم دی کاری نقشه او چوکاټ لری او دپښتنو دلسوز دی. بالاخره باید پشتانه هم یو باسواد او پوه ولری ، چی د بیسوادی او تروریزم له پیغوره ورباندی خلاص شو.

  2. دا به ډير نيکمرغه کار وي د اشرف غني راتګ به افغان ولس ته قوت ورکړي او د طالبانو سنګر به نور هم ټينګ او د غلو او قاتلانو هيلې به ګور ته ولاړې سي. دغه ډير د خير کار ده او د ګاوڼډيانو او غليمانو لپاره غاښ ماتونکی ځواب او ناکامي ده. ???????❤️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب