Homeخبرونهپروان کې یو تن وژل شوی او تخار کې يو زرګر له...

پروان کې یو تن وژل شوی او تخار کې يو زرګر له تښتونکو ژغورل شوی

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران حبیبي وايي،، ددې ولايت د پروان ولسوالۍ په رباط سیمه کې يو تن په مرموزه توګه وژل شوی..

د نوموړي په خبره، وژل شوی کس نورزی نومېده او شپه مهال تر یوې تلیفوني اړیکې وروسته بهر غوښتل شوی دی.

حبیبي زیاته کړه، چې د نوموړي مړی پنجشنبه د سلواغې پر ۲۸ یوې ویالې کې پیدا شوی.

هغه ویلي، وژل شوی کس زندی شوی او پر سر په ډبرو ویشتل شوی و.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د پېښې انګېزه نه ده روښانه او په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

بل لور ته: د تخار ولايت په مرکز تالقان کې طالبانو يو تښتول شوی زرګر له تښتولو درې ورځې وروسته له تښتونکو ژغورلی دی.

د نوموړي خپلوانو رسنيو ته د تښتول شوي زرګر د خوشې کیدو خبر ورکړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو د انسان تښتوونې د پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کیدل، خو له څه مودې راهيسې د دې پېښو د کميدو او عاملينو د نيولو کیدو راپورونه ورکول کېږي.

1 COMMENT

  1. په پرړوان یا پنجشیر کی هم چی وژ ل کیږی چې پوښتنه یی وکی هغه پښتون وی . لنډه دا چې هر ځای د پښتنو د قتل سلسله روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...