سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاستوشیتدپريس: ط افغانستان په حیرانوونکي ډول ډېر امن کړی

استوشیتدپريس: ط افغانستان په حیرانوونکي ډول ډېر امن کړی

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ استوشیتدپريس خبري اژانس په يوه تازه راپور کې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له ټينګښت څخه وروسته د افغانستان امنيتي وضعيت ارزولی.

دغه خبرې اژانس ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په افغانستان کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې امنيتي وضعيت په بېساري ډول ډېر ښه شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې افغانستان د اوس په شان ښه امنيت له تېرو څو لسيزو راهیسې، هغه هم په سراسري توګه نه درلود.

د استوشیتدپريس د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ځينې امنيتي پېښې وشوې، خو ژر وضعیت بیرته کابو او خلک د نا امنۍ د ټغر په ټولیدو بیرته ډاډه شول.

طالبان هم په هېواد کې د سراسري جګړې پای ته رسیدل د خپلې واکمنۍ یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼي، خو منتقدین یې بیا وايي چې طالبانو افغانستان ته امنيت نه دی راوستی، بلکې هغه جګړه یې ودرولې چې له کبله یې خلک وژل کیدل او ‌نا امني حاکمه وه.

په ټوله کې خلک د جګړې دریدو له کبله د طالبانو واکمنۍ ته خوشاله ښکاري، خو له بې ساري فقر او بې کارۍ بيا شکایت کوي.

2 COMMENTS

  1. عادت نه ورکېږي، ………………………. او خدای دې څوک په بد عادت اخته نکړي. وګورئ، لکه همدا ………………………… چې د هر مثبت عمل په کونه کې یو منفي شی ور وټومبي. مننه

  2. تاند والو خپل عادت شريفه( !) کله ترک کوی ـ دوی قسم کړی چه خپلې مبارزې (!) ته به دوام ورکوی.

    لکه هغه د روشنګری ! د لېکچرو لیکوالان !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب