جمعه, جون 20, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

لیکوال: محمد محق

جنګ، جنګ تر بري پورې

هماغسې چې په پیل کې ورته اشاره وشوه، سلفیت دوه مخونه لرل: عربي او عجمي. عربي مخ یې په وهابیت مشهور دی او د عجمي مخ استازی یې د شاه ولي الله مدرسه وه چې پر څانګو وویشل شوه. څرنګه چې د اخوان نمونه د دیني فعالیتونو د محوریت په خپلولو کې ناکامه شوه، جهادي سلفیت رامنځته شو. القاعده سازمان د دې بهیر عربي مخ دی او طالبان یې عجمي.

جهادي سلفیت شدیده نص پالنه له دودیز سلفیته اخیستې وه او له تمدن سره تضاد او د هغه پر وړاندې منظمه مبارزه له اخوانه. د اخوان په فکري میراث کې په تېره بیا د حسن البنا او سید قطب په لیکنو کې نننی تمدن د خورا لوی انحراف مظهر دی او د محمد قطب په نظر د شلمې پېړۍ جاهلیت څو ځله تر هغه لومړني جاهلیته خطرناک دی  چې اسلام یې د ختمولو لپاره راغلی و. په دې برخه کې مودودي او ابوالحسن ندوي هم ورسره همغږي دي. (11)

سازماندهي چې د اخوان له مهمو او بارزو ځانګړنو څخه ده، له چپي سازمانونو چې د تېرې پېړۍ په نیمايي کې غوړېدلي وو، اقتباس شوې وه. دا سازماندهي د اخوان له خوا په مذهبي ادبیاتو سینګار شوه. ځینې مفاهیم لکه: د رهبر بې قید و شرطه اطاعت، د معرفتي منابعو په حیث یوازې د ایډیالوژیکي تعلیماتو بس ګڼل، مبارزه او شخړه اصل ګڼل، پخلاینه او مصالحه استثنا ګرځول، جهاد یرغلیز جنګ ګڼل نه دفاعي جګړه، له تمدنونو سره د خبرو اترو پر ځای له هغوی سره ټکر ته تمایل، تر تدریجي اصلاحاتو او تعدیلاتو د انقلابي تغییراتو غوره ګڼل او دغسې نور مفاهیم چې په بل فرهنګي چاپېریال کې تولید شوي وو، اخوان ورته اسلامي رنګ ورکړ او دا بیا وروسته د جهادي سلفیت لاس ته ولوېدل. دې سره په دودیز سلفیت کې نوی خوځښت راغی او د دوی په باور په اسلامي نړۍ کې د دیني اصلاحاتو نوې لاره یې خپله کړه.

هغه نمونه چې جهادي سلفیت یې وړاندې کوي، یوه تکفیري او تکفیري وزمه نمونه ده. د دې بهیر په نظر نړۍ د جاهلیت تر ګونډو لاندې ده (دلته جاهلیت هغه شرعي اصطلاح ده چې تر اسلام د مخه پېر ته اشاره کوي). لوی جاهلیت په امریکا او د هغې په غربي تړونوالو کې څرګند شوی دی او فرعي څانګې یې هغه حکومتونه دي چې له غرب سره ښې اړیکې لري او یا لږ تر لږه د هغوی له سیاستونو سره مخالفت نه کوي. هغه ګوندونه او جماعتونه چې د غرب پر وړاندې چوپتیا غوره کوي او یا یوازې په ژبه ورسره مخالفت کوي او یا په انتخاباتي مبارزو کې چې حاصل یې د جاهليت او په غرب پورې تړلیو رژیمونو دوام دی، برخه اخلي، د دې بهیر په نظر د جاهلیت څانګې بلل کېږي. دا حکم په ځینو شرایطو کې پر ملتونو هم کېږي.

د دوی په باور، څرنګه چې جاهلي رژیمونه له سیاسي چلونو سره ښه بلد دي او نوې ټکنالوژۍ ورته داسې امکانات او فرصتونه برابر کړي چې ملتونه غولولی شي او د هر ډول سیاسي مخالفت او د تعدیل لپاره له سوله ییزو هڅو سره مقاومت کوي نو بهترینه او لنډه لاره، د هغوی پر ضد د نړېوال جهاد اعلانول دي. دا جهاد لومړی باید د دې عصر د جاهلیت د سر وال یعنې متحده ایالتونو پر ضد وشي او وروسته د هر هغه حکومت، ګوند او وګړي پر ضد چې له امریکا سره پر یوه لاره روان وي.

جهاد باید د سیمې له پولو واوړي او د نړېوال کېدو په دې عصر کې باید نړېوال رنګ غوره کړي چې د نړېوال جاهلیت پر وړاندې نړېواله جبهه پرانیزي، له هغه څخه د مانور امکان واخلي او په چارو کې برلاسی شي.

د دې بهیر په نظر، اوس چې موږ د جهاد او اخ و ډب په پړاو کې یو، په بل هر کار لاس پورې کول به مو د دې اصلي هدف پر لاره خنډ واچوي او هدف ته رسېدل به له ځنډ سره مخ کړي. نو نورې چارې لکه د حکومتولۍ بڼه، نظري او انتزاعي بحثونه او ان د روزنیزو چارو جزیات باید پرېښودل شي. په دې لحاظ تیوریکي مبحثونه، فکري هڅې او عملي کارونه په دې وخت کې نه یوازې دا چې چندانې ارزښت نه لري، بلکې کولای شي ځوانان په داسې چارو بوخت کړي چې په دویمه درجه کې راځي او هغوی به له اصلي هدفه چې مبارزه او جهاد دی، لرې کوي. سربېره پر دې ممکن د دوی نظر بدل کړي او پر جهاد او اصلي رسالت چې د نوي عصر د جهالت راپرځول دي، د دوی باور لړزانده کړي.

نو، غوره دا ده چې د اصلي هدف تر پوره کېدو مخکې، دیني تعلیمات د ځینو لنډو سازماني رسالو او ځینو بې خطرو سنتي رسالو په لوستلو پورې محدود شي. دوی باید د نورو کتابونو او په تېره بیا د مډرنو انساني او اجتماعي علومو د کتابونو لوستلو ته ونه هڅول شي. له دې علومو سره باید پوره مخالفت وشي او د جاهلیت، غیر اسلامي او منحرفوونکو علومو په نامه تر برید لاندې ونیول او تحریم شي.

د دې بهیر له نظره، دې ته په کتو سره چې جهادګران په کوم پړاو کې دي، غوره دا ده چې د قران او سنت زده کړه هم په خاص هدف ترسره شي مانا دا چې مکي سورتونه او ایتونه لږ ورزده کړل شي او یوازې هغه ایتونه وروښودل شي چې د جنت او دوزخ په اړه دي او کولای شي د دوی پر ایماني عواطفو او حماسي روحیې مثبته اغېزه وکړي او دوی جهاد او شهادت ته چمتو کاندي. پر نورو مکي سورتونو او ایتونو باید په دې پړاو کې تمرکز او ټینګار ونه شي، په تېره بیا هغه ایتونه چې د استدلال او د حکمت، مدارا او منطقي بحث په وسیله د دعوت خبره کوي. د داسې ایتونو تفسیر او تشریح کولای شي د جهاد ستراتیژي تر پوښتنې لاندې راولي او اهمیت یې کم کړي. برعکس، غوره ګڼل کېږي چې مدني ایتونه او سورتونه چې د جهاد خبره کوي لکه د «توبه»، «انفال» سورتونه او د «بقره» او «آل عمران» د سورتونو ځینې برخې، د اصلي تعلیماتو په جمله کې راشي چې د دې لارې د سرتېرو جهادي روحیه دم په دم سره غښتلې او اراده یې لا کلکه شي.

د نبوي حدیثونو، سیرۃ النبي، د اسلام تاریخ او معاصر تاریخ په برخه کې هم باید همدا لاره غوره شي، البته دا موضوعات باید ډېر لنډ ګنډ وي چې د جهادګرانو وخت پر ضمني مسایلو ضایع نه شي. که دا مسایل ورته په تفصیل راشي، په دوی کې به علمي اختلاف نظرونه پيدا شي او له اصلي هدفه به یې لرې کړي. سره له دې چې دا بهیر په تیوري کې ټول ایتونه او حدیثونه په تېره بیا هغه حدیثونه چې د سلفیت د لویانو له خوا تایید شوي دي، مني خو، د «فقه المرحله» پر اساس غوره ګڼي چې په دې پړاو کې دې هغه ایتونو او حدیثونو ته پام وکړي چې د دې غورځنګ له بري سره مرسته کوي او هدف ته یې ژر رسوي.

نتیجه دا چې د جهادي سلفیت په نمونه کې د دیني اصلاح توریکي بُعد چندانې نشته او عملي بُعد پرې برلاسی دی. دا عملي بُعد د لا زیاتو جنګیالیو جذبول رانغاړي چې د هغوی په وسیله شته حاکم نظامونه راوپرځوي او پر ځای یې اسلامي امارت رامنځته او د دوی له تعبیر سره سم، اسلامي شریعت تطبیق کړي.

د اخواني او جهادي سلفیت د نمونو تر منځ داسې ډېر دقیق برید نشته چې ټول پیروان یې په پام کې ونیولی شي. ځینې ډلې او مذهبي فعالان د دواړو تر منځ په نوسان کې دي او د خپل محیط د سیاسي – ټولنیز شرایطو په متابعت یا د خپل سواد او تعلیم په برابر یا د خپلو رهبرانو د مزاج او روحیې پر اساس یوې نمونې ته نژدې کېږي. مثلاً په افغانستان، پاکستان او خلیج کې ځینې اخواني ډلې جهادي سلفیت ته نژدې دي خو په ترکیه، مالیزیا، تونس، سودان او مراکش کې  بیا ځینې اخواني الاصله ډلې د خوانیت له نمونې اوښتي او د دیني نوفکرۍ بحثونو ته نژدې شوې دي. ځینې جماعتونه پر دې پوهېږي چې د دې بهیرونو تر منځ پوله خوځنده ده او د ضرورت پر اساس یې تحول ته غاړه ایښې ده خو ځینې نور بیا چې تیوریکي پوهه یې کمه ده، د خپل جماعت فکري شاخصونه نه پېژني او په عین وخت کې چې د دې جماعتونو د پیروۍ ادعا کوي، عملاً د بلې نمونې مقولې او مفاهیم دودوي او تبلیغوي یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

محمد رفیع څنګه د بالیووډ غوره سندرغاړی سو؟‎

د هغو کسانو یو اوږد ليکلړ موجود دی، چي له لاهور څخه  ممبی فلمي صنعت ته تللي او هلته بريالي سوي دي. د دغو کسانو...