چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+بختور ولسونه او مجبور حکومتونه / شاه زلمی

بختور ولسونه او مجبور حکومتونه / شاه زلمی

په نړۍ کې ډېری ولسونه شته چې د خوشبختۍ او سوکالۍ له پلوه د مثال وړ بلل کېږي. خو دا خوشبختي ناڅاپي نه ده؛ بلکې د کلونو مبارزې، شعور، او ګډو هڅو پایله ده. دا هغه ملتونه دي چې خپل حکومتونه یې مجبور کړي چې د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي. ځکه حکومت واکمن نه، بلکې مسؤول دی.
د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوې چې هرکله ولسونه یو موټی، بیدار او حساب‌غوښتونکي شي، هلته حکومتونه د هغوی د غوښتنو تابع کېږي. چیرې چې شفاف، سوکاله او باثباته حکومتونه موجود دي،  دا دې ولسونو د مبارزو پایله ده. دوي دي چې حکومتونه مجبوروي ، څو د عامو وګړو پر وړاندې مسؤول پاتې شي. د ولسواکۍ سیستم، آزادې رسنۍ، او حساب‌ورکوونکی نظام د بخت اصلي محرکات دي.
په مقابل کې، په هغو هېوادونو کې چې ولسونه نه غواړي یا نه شي کولای خپل غږ پورته کړي، هلته د حکومت واک مطلق وي. ولسونه هلته له فقر، جګړو، فساد، کډوالۍ او بې‌عدالتیو سره مخ وي. کله چې حکومت له ولسه ونه وېرېږي، فساد پراخېږي، قانون له منځه ځي، او ملي شتمني یوازې د څو تنو واکمنو  او زورواکو په جېبونو او بالښتونو کې راټولېږي.
افغان ولس، که څه هم له طبیعي زیرمو او ستراتیژیک موقعیت څخه برخمن دی، خو له بده‌مرغه لا هم له بدبختۍ، جګړو، بې‌وزلۍ او کډوالۍ څخه ځورېږي . مهمه وجه دا ده چې ولس دومره ځواکمن نه دی  تر څو حکومت مجبور کړي چې ولس  ته درناوی  وکړي. تر هغې چې ولسونه خپل حقونه ونه پېژني او د هغې غوښتنه ونه کړي، تر هغې به حکومتونه ځان مکلف ونه ګڼي. بختور ولسونه تصادفي نه پیدا کېږي. دا د مبارزې، یووالي او شعور پایله وي. کله چې ولس خپل غږ وپېژني، یو موټی شي، او له حکومتونو حساب وغواړي، هلته خوشبختي خپله راځي. حکومتونه مجبورېږي چې د ولس د سوکالۍ لپاره کار وکړي. بختور ولسونه همداسې جوړېږي، غوړیږي، او نړۍ ته بیا د “Welcome to my Country” پیغام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...