عزت الله عالم
زموږ د پوهنتونونو څخه فارغ شوي ځوانان دوه عمده مشکلات لري. لومړی زموږ حکومت دومره دندې نه لري لکه څومره چې زموږ پوهنتونونه فارغان لري. کېدای شي ډېر ژر یو داسې وخت راشي چې ډېری ځوانان او یا هم پيغلې به لوړې زده کړې او یا ماسټرۍ ولري، خو د کارکولو عمرونه به یې تېرشوي وي او په ټول عمر کې به دندې ترلاسه نه کړي. اوس هم یو شمېر داسې خلک لرو خو خبره اکثریت ته نه ده رسېدلې. د دې لپاره چې د دې مشکل مخه مو نیولې وي، راځئ چې له سیمې او نړیوالو سره یو ځای ګامونه پورته کړو او داسې نه شي چې، بیا یې شل کاله وروسته ارمان وکړو.
دوهم عمده مشکل دا دی چې زمونږ اکثره محصلین یوازې په افغانستان کې د دندو یا وظیفو د تر لاسه کولو لپاره لوړې زده کړې او پوهنتونونه وایي او د افغانستان د زده کړو په معیار ځانونه سمبالوي. زمونږ محصلین باید دې ته پاملرنه وکړي او په دې خبره ښه پوه شي چې نړۍ اوس یو کلی دی او د نړۍ ټول هېوادونه په یوﮤ نه، په بل ډول له یو بل سره اړیکې لري. که زمونږ محصلین په رښتیا سره غواړي چې په راتلونکې کې ښې او لوړې دندې ولري، نو باید ځانونه د زده کړو په نړېوال معیار او یا سټنډرډ سمبال کړي. نړېوال سټنډرډ څه ته ویل کېږي؟
د ښوونې او روزنې په ډګر کې د نړېوال سټنډرډ تر ټولو مهم او لومړی شرط د نړۍ په مشهورو ژبو خبرې، لیک او لوست دی. په اوسني وخت کې د نړۍ مشهورې او مهمې ژبې انګلیسي، فرانسوي، چیني او عربي ژبې دي.
د نړېوال سټنډرډ دوهم شرط دا دی چې یو محصل په خپله رشته یا څانګه کې لوړې زده کړې او تخصص تر لاسه کړي. محصل باید په دې بسنه و نه کړي چې پوهنتون ته یې تګ او راتګ کړی او سند یې هم تر لاسه کړی دی. که زمونږ ځوانان پورتني دوه نړېوال شرطونه په سمه توګه پوره کړي، نو بیا ګرانه نده چې زمونږ ډېر ځوانان به په بهرنیو هېوادونو کې ښې او لوړې دندې تر لاسه کړي. کله چې زمونږ ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې دندې تر لاسه کړي، لمړی به زمونږ پر حکومت باندې د دندو د پیداکولو فشار کم او دوهم به زمونږ ځوانان او مسلکي کدرونه په رښتوني ډول زمونږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو سره ونښلوي او هم به د دې په بدل کې په لوړه کچه بهرني اسعار زمونږ هېواد ته راشي.
نن هغه پخوانۍ نړۍ نه ده چې یوازې به په تولیداتو ولاړه وه. نن پرمختللې نړۍ په نورو خدمتونو هم ولاړه ده او که موږ وکړای شو چې نړېوالو ته ښه او معیاري خدمتونه وړاندې کړو، نو د نړۍ هېوادونه به موږ ته د اړتیا احساس وکړي. دا ډول چارې به د دې سبب شي چې ترهګري او جګړې زمونږ د هېواد څخه کډه وکړي.
اوس خو موږ پر بهرنۍ نړۍ بار او سوال ته ناست یوو. که زموږ ځوانان په بهرنیو ژبو ښه پوه او انټرنټ چې ټوله نړۍ یې سره تړلې، په تخصصي ډول زده کړي او وکولای شي چې ښه او سټنډرد خدمتونه وړاندې کړي، نو د دې اړتیا به نه وي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي. دا ډول خدمتونه کېدای شي چې د خپل هېواد څخه بهرنۍ نړۍ ته وړاندې کړي.
پاکستاني عادي ملایان چې انګلیسي ژبه یې زده کړې، په اسټرالیا، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې د مېشتو مسلمانانو د میندو او پلرونو څخه د میاشتې په زرهاوو ډالر ترلاسه کوي. ځکه چې د هغوی ماشومانو ته په انګلیسي ژبه قرآن شریف ور زده کوي. دوی کېدای شي چې د پنځو افغان انجنیرانو یا ډاکټرانو په پرتله ډېرې پېسې ترلاسه کړي.
هغه محصلین چې په خپل او یا هم د حکومت په لګښت بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ځي، هغوی باید په نړېوالو ښوونیزو معیارونو ځانونه عیار او برابر کړي تر څو د ټول عمر د پاره دخپلې کورنۍ او زمونږ د ګران هیواد د اوږو بار نشي.
راځئ چې هرڅه حکومتونو ته پرېنږدو. مونږ د دې هېواد وګړي هم باید د هېواد او ملت په جوړولو کې د حکومت سره مرسته وکړو. که همداسې روان وو، په راتلونکو سلو کلونو کې دې د غښتلي، ازاد او پرمختللي افغانستان هیلې له زړونو څخه وباسو. مونږ ځوانان او پېغلې که لاس په کار شو، ډېر څه کولی شو. نو راځئ چې ځانونه د سیمې او نړۍ په کچه په سټنډردې پوهې سمبال کړو تر څو وکولای شو خپل ګران هېواد افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځو.