په ټولیز ډول دا فکر نه دی خور، چې فردي ګټې څنګه په ملي واړوو؛ ترڅو د نورو د ژوند له اړخونو هم اګاه شو. فرد ګرا تل داسې انګیري، چې ژوند د فردي تصور په بناء فردي ګټې دي او بس؛ خو اصلاً دا تصور هیڅ امکان نه لري. هر فرد د ټولنې له بطن راوتلی، چې بیا هر یو د خپل مسلک له مخې د ټولنې په منسجموالي او اړیکو پاللو کې خپلې پېرزوینې کوي. له همدې سره ځینې په شعوري او ځینې په غیرشعوري توګه د ملي توب رنګ اخلي، چې له سره بیا انساني تفکر د قومیت، مذهب او بغض له دایرې راوځي او له هر وګړي سره چې له دوی سره په جغرافیه کې ژوند کوي د یو وجود د غړو په څېر چلن کوي. له همدې ځایه د افرادو د لید زاویې پراخیږي. د ټولنې د افرادو ترمنځ د روابطو او امن تار غځول کېږي بیا ټولنه نوی رنګ اخلي. د فرد ګراۍ ګټې یوازې د فرد د تصور په بناء وي، ځینې یې ویني او ځینې هیڅ له دې ډول اعمالو خبر هم نه وي. دا ځکه چې ټولنه د افرادو مجموعه ده؛ نو همدا یې لاملونه دي، چې ژوند د فرد له تصوره راووځي او د ټولنې رنګ واخلي. د فرد ګرایۍ اصل په فردي تدبیر را چورلیږي؛ د ملي ګرایۍ فکر هم د فرد وي؛ خو دلته د فرد په درون کې د انسانپالنې، هېواد پالنې او ژوند ته د نوې زاویې کتنې تصور ویښ وي.
د ملي توب فکر په ښه توګه هغه وخت وده کوي، چې د ښوونځي په دور کې د ملي توب انګېزه ورکړل شي. ژوند د همدې شېبو په ګرداب کې تېرول له سکونه ډک وي. ملي تصور په فرد باندې داسې حاکم وي، چې هر وګړي ته د ژوند خبرې وکړي او احساسات یې په ملي رنګ، رنګ کړي.
ټولنه په فرد ودانه ده، خو د فکر جوړولو او ملي توب رنګ هغه وخت لا تیتدای شي، چې ټولنه کې د فردي تصور سره د ملي ګرایۍ اخلاق وصل شي.
موږ په ټوله کې فردي ځواک په عقدو، بغض او دروني زور تېروو، د ټولنیز ژوند د تحول په اړه فکر نه کوو. اصلاً د دې کړنلارې د خورېدا لپاره باید ذهني چاپېریال اماده شي، چې د ټولنې هر فرد خپل انځور پکې وویني او ذهني ځواکمنتیا ته د تدبر له لارې د ژوند مسیر وټاکي. له دې سره به ژوند کې ملي تفکر پر فردي حاکم شي او ټولنیز ژوند به په نوې بڼه رنګ واخلي.