ژباړه او ترتیب: محمد خالد (ملکزی)
اِستشراق یوه عربي کلمه ده؛ چې ګڼ شمېر تعریفونه لري. دلته په دې مقاله کې غواړو په مناسب لنډیز سره د استشراق او د مُستشرق تعریف؛ او بیا به په بشري تاریخ کې د استشراق د رامنځ ته کېدلو لنډې تاریخچې ته اشاره وکړو.
استاد دوکتور عمر بن ابراهیم رضوان په خپل کتاب (آراءُ المستشرقین حَول القرآن الکریمِ و تفسیرِهِ) (2) کې په دې اړه لیکلي دي چې: د اِستشراق کلمه د (استَشرِقَ) له لفظ څخه اخیستل شوې ده؛ او دا کلمه بیا په خپل وار د (شرق) له کلمې څخه تولید (رامنځته) شوې ده. په انګلیسې ژبه کې اِستشراق ته (Orientalism) او مُستشرق ته (Orientalist) ویل کېږي.
په دې اړه یو غربي عالم چې رودي بارت نومیږي؛ داسې وايي:[الاِستِشْراقُ هو: ((عِلمٌ یَخْتَصُّ بِفقْهِ اللغةِ خاصَّةٌ، وَ أقْربُ شَیئٍ إليهِ؛ إذنْ أنْ نُفکِّر في الاِسمِ الذيْ أُطْلِقَ علیهِ؛ و کلمة اِستشراق مُشتقَّة مِــن کلمةِ ((شَرق))، و کلمةُ شَرق تَعنِي مَشْرِقُ الشَّمسِ].
ژباړه: استشراق په حقیقت کې د یو علم نوم دی؛ او په ځانګړې توګه دا هغه علم ته ویل کېږي چې: د ژبې په اړه صحیح فهم او پوهه خلکو وړاندی کوي. مونږ باید په دې اړه لومړی پخپله د همدې کلمې په اړه له ځان سره لږ فکر وکړو چې: دا کلمه د شرق له کلمې څخه اخستل شوې ده؛ او د شرق (یا د مَشرق) کلمه د لمر د راختلو ځای ته ویل کېږي.
د ژب پوهانو له نظره، بل تعریف داسې دی چې: اِستشراق هغه څېړنې ته ویل کېږي چې غربیان یې د شرق په اړه د مختلفو قضایاؤو د څېړلو او راسپړلو په خاطر تر سره کوي، په ځانګړې توګه، هغه مسائل چې د شرق (مسلمانانو) د تاریخ، ژبې، آدبیاتو، فنونو، علومو، تقالیدو او عاداتو سره تړاو ولري. استشراق په اصل کې د دوی له نظره هغه علم ته ویل کېږي چې: د غربي تسلط او اغېزې څخه بحث کوي؛ کوم چې په اسلامي هېوادونو او زمونږ خاورو باندې یې شیندل غواړي.
مُستشرق چا ته ویل کېږي؟
د استاد دوکتور عمر بن ابراهیم رضوان له نظره (چې مخکې مو د هغه یادونه وکړه): د مُستشرق تعریف داسی دی
چې: (المُستشرقُ هو: عالمٌ غربيٌّ اهتمَّ بالدراساتِ الشرقیة، عَقْدِیةً کَانَتْ أو تاریخِیةً أو أدبیةً أو حَضاریةً…..).
ژباړه: مُستشرق هغه غربي (کافر) عالم او څېړنپوه ته ویل کېږي چې: څوک د شرقي علومو (د مسلمانانو د علومو) په اړه ځانګړې توجه ولري؛ او د مسلمانانو، عقاید، لرغونی تاریخ، ژبې او ادبیات، او تمدن په اړه څېړنې ترسره کوي.
دلته شاید د ځینو لوستونکو سره د هغوی په مُخَیّله کې دا پوښتنه راولاړه شي چې: یو مُستشرق ولی تر هر څه د مخه د مسلمانانو ژبه زده کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید په لنډه توګه همدومره ووایو چې: دا ځکه چېد یو مُستشرق لپاره د شرق په اړه څېړنې تر هغه پورې شونې (ممکنې) نه دي؛ تر څو پورې يې چې لومړی د هماغه ځای د خلکو ژبه زده نه کړي؛ نو له همدې کبله د دې لپاره چې دوی په خپله استشراقي پروژه کې بریالي واوسي؛ نو د همدې شوم هدف د ترلاسه کولو په خاطر، تر ټولو دمخه لومړی دوی زمونږ د مسلمانانو ژبه؛ او بیا زمونږ علوم زده کوي؛ تر څو د ژبو په توسه (ذریعه) خپله آیډيالوژي او خپل افکار، خپلېنیوکې او انتقادات د مسلمانانو تر منځ ترویج (خپرې)کړي.
د مُستشرق د تعریف په اړه ځینې نور بیا وايي چې: مُستشرق هغه غربي عالم ته ویل کېږي چې: څوک د شرق تاریخ لولي؛ او د شرقیانو (مسلمانانو) د تاریخي آثارو، ژبو، ادبیاتو، علومو، فنونو او عادتونو او اخلاقو څخه ځان خبرول غواړي. له همدې کبله د جرمني مشهور مُستشرق (البرت دیتریش) په دې اړه وايي چې: (مُستشرق هغه باحِث (څېړونکي یا هم څېړن پوه) ته ویل کېږي؛ چې څوک تل هڅه کوي تر څو د شرق په اړه څېړنې تر سره کړي؛ او ځان پرې پوه کړي؛ خو یو مُستشرق تر هغه پورې د دوی له نظره صحیح مُستشرق نشي ګڼل کېدلی تر څو پورې چې: د مسلمانانو ژبه یې نه وي زده کړی؛ او د یو مُستشرق لپاره لکه چې مخکې مو یادونه وکړه؛ د شرق په اړه څېړنې تر هغه پورې شونې (ممکن) نه دي؛ تر څو پورې یې چې لومړی د هماغه ځای د خلکو ژبه نه وي زده کړي؛ نو له همدې کبله په لنډه توګه ویلی شو چې: مُستشرق هغه غربي(کافر) عالم ته ویل کېږي چې: څوک د شرقي علومو؛ ژبو او ادبیاتو په اړه پراخه معلومات ولري)).
په لنډه توګه داسې ویلی شو چې: استشراق په حقیقت کې د غربیانو هغو څېړنو ته ویل کېږي چې: د شرقي علومو ؛ لکه: زمونږ د مسلمانانو د مُعتقداتو، تاریخ، او دبیاتو په اړه یې دوی وخت ناوخته ترسره کوي.
د استشراق لنډه تاریخچه:
استشراق په اصل کې په نړۍ کې اوږده مخینه (ماضي) لري؛ خو دا چې په بشري تاریخ کې د استشراق کلمه کله او څنګه رامنځ ته شوله؛ نو په دې اړه استاد دکتور عمر بن ابراهیم رضوان وايي چې: په انګلیسې ژبه کې د لومړي ځل لپاره د مُستشرق (Orientalist) کلمه په 1779 ميلادي کال کې (تقریباً 4پېړۍ وړاندې) رامنځ ته شوله؛ او بیا په 1838 ميلادي کال کې همدا کلمه د فرانسې د علومو د اکاډمیو په فرهنګ (ډیکشنري) کې هم ځای پر ځای شوله.
خو دا چې کله په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره استشراقي حرکت رامنځ ته شو؛ نو په دې اړه پوهان او مفکرین اختلاف لري؛ خو د ځینو له نظره استشراقي خوځښت په نړۍ کې په 16 ميلادي پېړۍ کې رامنځ ته شو؛ که څه هم د مسلمانانو پر ضد استشراقي جهودو او هلو ځلو د شپاړلسمې پېړۍ څخه وړاندې هم شتون درلود؛ خو دا هلې ځلې په منظم شکل نه وی. تر دې پورې چې ځینې وايي: استشراق په لسمه میلادي پېړۍ کې رامنځ ته شوی دی؛ خو کله چې مُستشرقینو په اندلس (اوسنۍ هسپانیه) کې د مسلمانانو د باتورو او زړورو لښکرو پر وړاندې ماتې وخوړله؛ او مسلمانانو په خپل قوي ایمان او خپلمنځي وحدت سره د دوی یرغلونه په شا وتمبول؛ نو د مسلمانانو له خاورو څخه هم ورسره د لورونکي خدای تعالی په بې ساري فضل استشراقي ریښې هم راټولې شولی. بیا کله چې د نظامي یرغل څخه دوی ساړه شول؛ نو دا ځل مُستشرقینو او اسلام دښمنه ځواکونو هم ورسره پخپله تګلاره کې بدلون راوست؛ او هغه داسې چې: د اسلامي خاورو په لوري د نظامي او مسلَّحاتي جنګ پر ځای دوی خپل وفاداره بچیان را مرش کړل؛ چې دلته به د دوی ځامنو زمونږ په لویو علمي مراکزو کې زده کړې تر سره کولی؛ خو دومره وه چې: دا د غرب څخه راغلي ځوانان خپل غربي فکر او خاورې ته خورا وفاداره ول؛ او کله به یې چې زیاته پوهه تر لاسه کړله؛ او ځانونه به یې د پوهې په زېور ګاڼلې کړل؛ نو بیا به یې زمونږ د اسلامي فرهنګ د ارزښتمنو کتابونو ژباړو ته ملا وتړله؛ او ددې ټولو هلو ځلو په سر کې به دوی لومړی قرآن کریم خپلو ژبو ته وژباړه؛ تر څو د اسلام په اړه زیاته پېژندګلوي ترلاسه؛ او بیا د مسلمانانو د ژوند بخښونکي دین په اړه خپلې شومې لومې او ناوړه پلانونه پلي (عملي) کړي.
____________________________
(1): د (جمعُ القرآن الکریم عند المُستشرقین ــ جون جلکریست ـ أُنموذجا ــ) کتاب/ د رباح صعصع عنان الشمري لیکنه/ 15 صفحه.
(2): د (آراءُ المستشرقین حَول القرآن الکریمِ و تفسیرِهِ)كتاب/ د استاد دکتور عمر بن ابراهیم رضوان لیکنه/ 23 صفحه.