جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاشرف غني د اختر په پیغام کې پر طالبانو توندې نیوکې کړي

اشرف غني د اختر په پیغام کې پر طالبانو توندې نیوکې کړي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۲۲مه) د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني دا ځل د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو پر حکومت توندې نیوکې کړي او هغه یې د خفیه سازمان له خوا تر پټ مخې مشرتابه لاندې پټه واکمني بللې ده.

اشرف غني تور لګولی چې طالبانو افغانستان په شدت په سیمه کې د سپکاوي، نړیوالې انزوا او ملي ګډوډۍ لور ته روان کړی دی.

ده همداراز ویلي:«افغانستان په تاریخي لحاظ خپل قوت د خپلو قومونو او ژبو له رنګارنګۍ تر لاسه کړی دی. په تېرو زرو کلونو کې، جلا جلا قومونو په دې خاوره حاکمیت کړی او نور ولس ورسره د ګډ افغان وطن په لمن کې یو ځای شوی دی. اوس دغه لرغوني تاریخ ته له پام پرته له بېلابېلو خواوو، زموږ مشترک ملي هویت تر حملې لاندې دی. په دې برخه کې، حاکمه ډله تر نورو ډېر زیان پېښوي. دوی هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي. د دوی هڅې چې په اشتباه پښتنو ته منسوبېږي، په دغه قوم هیڅ اړه نه لري. دوی یوازې پښتو وایي، خو پښتو نه کوي. پښتو کول یې زده نه دي. دوی حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی. خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تکلاره غوره کړې او »نه منم« یې په خپل رسمي سیاست اړولی دی. »

پخواني ولسمشر په خپل اختري پیغام کې د افغانستان پر بشري وضغیت هم اندېښنه ښوولې او ویلي چې تراوسه پورې یوازې بشري مرستو د بشپړ بشري بحران مخه نیولې ده خو تاریخ شاهدی دی چې هیڅ ملت په سوال نه دی پایېدلی.

ده طالبان یو جابر اقلیت بللی او ټینګار یې کړی چې ټول ظالمان په یوه قومي اقلیت پورې تړاو لري چې هغه استبداد دی:« هماغسې چې جنگسالاران زموږ د سترو قومونو – تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅانو، نورستانیانو، پشه یانو او نورو نمایندګی نه شي کولی، طالبان هم هیڅکله د پښتنو استازي نه وو او نه دي. د دوی دواړو عملونو، افغانان له عدالته محروم کړي دي.»

اشرف غني په عین حال کې طالبانو ته سپارښتنه کړې چې له انحصاره لاس واخلي او مخکې تر دې چې فرصت له لاسه ووځي داسې سولې ته غاړه کښېږدي چې د عدالت او مساوات پر اساس وي.

5 COMMENTS

  1. ههههه دا خو بیخي تر څټه خر دی دا سړی کیږي څه وخت ورته وا ستا مهرباني او باچاهي خو موږ دغه حالت ته راوستوو.

  2. ژوندی اوسی واقعاً چی د ملت بابا یی هر څه چی یې له ملا هیبت خنزیر نه خو بیا هم نر یې مخ خو له چا نه پته وی او نه مخ دیوال ته که ویې کونه خلکو ته

  3. خپلو همځولو ته ژړیږی
    د واده شپه یې ده
    پټه په زړه کی خوشحالیږی د واده شپه یې ده

    مننه بابا کور ودان.
    موږ خو د منو ، لږ د صفری مفعولو ته هم نصیحت وکړه که خبره د ومنی؟ په قسم چه ځانونه یې د دوو روپو کړل.
    ورته وایه د خدای لپاره همدومره بېیابی بس وه نور د خپله لمن په خپله نه پورته کوی.
    هغه د چا خبره؛
    بعد از ګوز زدن چهار زانو شیشتن.
    په دوې خو هغه کولابی بسمچیان لا شرف لری، په کال کی خو یو نیم لکه اکمل باغی ځان د توپ خولې ته ورګځار کړی.

    بابا بیا هم مننه
    خفه نشی
    کله نا کله پوښتنه کوه

  4. to doctor sahib ashram ghani;
    mohammed musa shafiq great sardar MOHAMMED DAWOOD AND DOCTOR NAJIBULLAH AND MILLIONS MORE AFGHANS ,LOST THEIR LIFE FOR AFGHANISTAN;
    BUT SORRY, YOU AND YOUR TEAMMATS WAS RIDE ON USA AIRPLANES
    YOU HAVE TO KEEP QUIET. OR SUPPORT AFGHAN TALIBS.
    TALIBS ARE HONEST SONS OF THIS COUNTRY,
    ONLY ONE ACT OF TALIBS IS BETTER FROM YOUR,S 20 YEARS WORK,
    TALIBS COULD TREAT THOUSAND AFGHANS ADDICTIVE WITH DRUGS UNDER. PULE SOKHTAH

    LETS SUPPORT AFGHANISTAN UNDER LEDADERSHIP OF TALIBS
    THANK YOU

  5. zawia news :
    د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، د طالبانو دوو ډلو پلان درلود، چې ارګ ته له ننوتلو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په دار وځړوي.
    محب له پي بي ایس شبکې سره په ځانګړې مرکه کې نیوکه کړې، چې لوېدیځو هېوادونو د ولسمشر غني د اعدامېدو مخنیوی نه کاو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب