جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ټولنيز ملاتړ  | فريد قربان

ټولنيز ملاتړ  | فريد قربان

 د ټولنیزو نظامونو د بدلیدا او اصلاح لپاره پکار ده چې د یوې ټولنې وګړي د ټولنیز ملاتړ په لارو چارو پوه شي، د عمل کچه یې لوړه کړي او په دې برخه کې لا ډېر غور وکړي.

 ټولنیز ملاتړ د یوې ټولنې د وګړو ترمنځ له شته اړیکو څخه ترلاسه کېږي. د بېلابېلو اړیکو په مرسته د ستونزو او اړتیا پر وخت د یو اړمن کس لازمه مرسته او لاسنیوی کیږي. له نورو سره غمشریکي کول، چاته مشوره ورکول، خپلې تجربې له بل سره شریکول، مایوسه شوي او مات کس ته حوصله ورکول، د چا ستاینه او… د ټولنیز ملاتړ بېلګې دي.

انسان د ټولیز موجود په توګه اړ دی چې د خپل ژوند د پایښت لپاره له نورو سره لازمې اړیکې ولري، څو پر بنسټ یې د نورو ټولنیز ملاتړ تر لاسه کړي. هغه ټولنه چې د ټولنیز ملاتړ کچه پکې لوړه وي، وګړي یې هوسا ژوند لري. د ملاتړ څخه برخمن وګړي د بحراني حالاتو او بدمرغیو په مقابل کې زیات مقاومت لري او په اسانۍ سره ورپېښې ستونزې حل کوي.

لازمې ټولنیزې اړیکې او ملاتړ د انسان د رواني روغتیا لپاره هم ګټور عامل بلل کیږي. هغه کسان چې نور یې درناوی کوي، اهمیت ورکوي او پر وخت مرسته ورسره کیږي، ښایي له ډېرو رواني ناروغیو لکه خفګان، تشویش او د یواځیتوب له احساس څخه په امن وي.

 تحقیقاتو ثابته کړې چې له ټولنیز ملاتړ څخه برخمن وګړي تر نورو ډېر له حادثو وروسته مقاوم  وي. د رواني او جسمي روغتیا څیړونکو د کمزوري ټولنیز ملاتړ او ځینو ناروغیو لکه خفګان او دماغي فعالیت تر منځ اړیکې ثابتې کړې دي. همدا رنګه له کمزوري ټولنیز ملاتړ څخه د الکولو د زیاتې کارونې، د زړه ناروغیو او آن ځانوژنې د لامل په توګه یادونه شوې ده.

دا چې وګړي په خپلو منځونو کې په مختلفو ډولونو اړیکې ټینګوي او یو د بل پر مټ بېلابېلې ټولنیزې چارې مخکې وړې، همدې ته په پام د ټولنیز ملاتړ ډولونه هم مشخص کیدلی شي.

د ټولنیز ملاتړ لاندې څلور ډولونو یې تر نورو ډېر د پام وړ دي:

۱- عاطفي ملاتړ: کله چې یو څوک چاته تسلي ورکوي، په غیږ کې یې نیسي، د همدردۍ له مخې یې خبرې اوري او… دې ډول ملاتړ ته عاطفي ملاتړ ویل کیږي.

۲- د ارزونې او شناخت ملاتړ: کله چې د یو چا د وړتیا او ارزښت په اړه خبرې کوو، د هغه لوړتیا بیانوو او د ستونزو پر وړاندې یې د مبارزې توان یادوو، پدې سره د یاد کس عزت نفس (پر ځان باور) زیاتیږي. دا ډول رواني ملاتړ ته د ارزونې یا شناخت ملاتړ وایي، چې اکثره روانپوهانو د خپلو رواني ناروغانو د علاج لپاره هم له دې روشه کار اخلي.

۳- معلوماتي ملاتړ: د ستونزو د حل او لار ښوونې په موخه له نورو سره د خپلو تجربو او تېرو ګټورو خاطرو شریکول، چاته لازمې مشورې ورکول، د اړتیا په صورت کې چاته معلومات ورکول، کارونه کې لارښونه او… دا او ورته نور موارد د معلوماتي ملاتړ څرګندوی دي.

۴- عملي او فزیکي ملاتړ: پاس یادو شویو ډولونه ته په پام، ډیری وختونه ټولنیز ملاتړ په کلامي (خبري) توګه صورت نیسي، خو ددې تر څنګ یو بل ډول (فزیکي/ملموس) ملاتړ هم شته چې په مستقیم شکل د یو چا له مرستې او لاسنوي څخه عبارت دی. له یو چا سره مالي مرسته، د عمر خوړلو پالنه، ناروغ سره همکاري د فزیکي یا عملي ملاتړ بېلګې دي.

په ژوند کې په یو نه یو ډول د هر انسان هیله دا وي چې نور دده او دی د نورو په خېر وي. خو دېته ښایي د ډېرو لږو پام وي چې یو د بل ټولنیز ملاتړ او خېر څنګه تر لاسه کولی شو؟ لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړه، د ټولنیز ملاتړ لپاره له نورو سره اړیکې مهم اصل دی.

” له بېلابېلو کسانو سره پېژنګلوي او ملګرتیا ستاسو ټولنیزه دایره پراخوي. هر څومره چې د اړیکو دغه دایره لویه وي، په همدې تناسب تاسو زیات ټولنیز ملاتړ تر لاسه کوئ“.

دوستي او ملګرتیا په قربانیو او ستړو پالل کیږي. هغه کسان چې نورو ته ډېر وخت ورکوي، په غمونو او ښادیو کې برخه اخلي او اړیکې پالې، د ټولنیز ملاتړ ډېر چانس هم لري.

د ټولنیز ملاتړ اړوند بله مهمه خبره، د شرایطو او د مقابل د اړتیا پېژندل دي. نن به یو څوک ستاسو لاسنوي ته اړ نه وي، خو سبا ممکن دا حالت تغیر وکړي. نن ښایي یو څوک فقط ستاسو عاطفي ملاتړ وغواړي، خو سبا به یې د عاطفي ملاتړ سربېره ستاسو مالي مرستې ته هم سترګې دراوړي. دا هم باید ومنو چې ځینې وختونه ناسم ټولنیز ملاتړ منفي پایلې هم لرلی شي. هغه څه چې له ګټې یې تاوان ډېر وي.

د روانپوخانو په نظر له اندازې زیات معلوماتي ملاتړ، نصیحتونه او لارښوونې د طرفینو تر منځ اړیکې زیانمنوي. البته په واقعي ډول د عزت نفس ملاتړ مثبت بلل شوی دی”.

له دې ښکاري چې د غوره ټولنیز ملاتړ پر وخت د مقابل جنسیت، عمر، رواني حالت، اړتیاوو او نورو ځانګړنو ته پام لازمي دی.

د پایلې په توګه ویلی شو، چې همدا انسانان دي، چې د شخړو، ځانځانیو، ظلمونو، وېرو، بدګمانیو او په نورو ناسمو چلندونو سره هره ورځ یو د بل خوښۍ تروړي. خو ولې همدا موږ د خواخوږۍ، مرستې، همدردۍ او په ټوله کې د ټولنیز ملاتړ له لارې کولی شو، یو بل ته خوښي ورکړو او هوسا ژوند ته ور وګرځو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب