جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو له اقتصادي ناورين سره، سره د ملاهبت الله د اختر مبارکۍ...

طالبانو له اقتصادي ناورين سره، سره د ملاهبت الله د اختر مبارکۍ پيغام سلګونه زره ټوکه چاپ کړی

تاند:(پنجشنبه، د غویي لومړۍ ) په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له لا شدت او د مقابلې لپاره یې د نړیوالو مرستو له کمیدو سره- سره طالبانو د خپل نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخند زاده د اختر مبارکۍ سلګونه زره پيغامونه چاپ کړي.

د دوی تر کنټرول لاندې باختر اژانس د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې د طالبانو د تبلیغاتي مسوولینو له لوري د ملا هبت الله د اختریز پيغام د وېش راپورونه خپاره کړي.

یو شمېر کابل مېشتو تاند ته ویلي، چې فقر ځپلي افغانان د ملا هبت الله د اختریز پیغام پر ځای، د همدغه پيغام د چاپ پیسو ته که څه هم پينځه افغانۍ وي، شدیده اړتیا لري.

د دوی په باور، که ملا هبت الله او طالبانو سره ریښتیا د خلکو او وطن غم وي، هغه دې د ټلویزون پر پرده ښکاره او له کوم لګښت پرته خلکو ته خپلې خبرې وکړي.

طالبانو د خپل نا لیدل شوي مشر د نه څرګندیدو یو اصلي دلیل امنیتي دلایل ښودلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوی په عین حال کې، افغانستان ته د بېساري امنیت د راوستو ادعاوې لري.

3 COMMENTS

  1. هغوی خو پیسې لري او د خلکو قیصه کې ندي. همدا مشران یې په نورو هیوادو کې لوی لوی کاروبارونه لري لکه متقي د کوټې موټر شورومونه مولوی کبیر د هغې نه هم غټ بسنسونه. خلک به خپل کار کوی

  2. د امنیت د شتون خبره خو هسي کوي. بله دا چې که يي له امریکاڅخه ځان ساتلای نو امریکایانو چې ظواهري په درئ ورځي کې په داسې ډول له منځه یووړ چې تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د څیړنو کمیسیون بریالی نه شوي چې معلومه کړي چې څنګه يي وواژه. نو دی هم ولاکه په هماغه ورځ ورڅخه ختا شوی وای. که رښتیا کابل کې لويي چرګې ته راغلی و. اصلې خبره خو داده چې د ملا هیبت الله په نوم بس بازي روانه ده. هغه هم د امریکا د سی ای اي او ای ایس ای. له لوري.

  3. نه ملا هیبتو سته نه ملا کندهارئ ، له کنداره د هییتو په جامه کې کوم ای ایس ائ ده سي د ملاهیبتو څرمن یې اغوستې. کندهاریانو !! ولي تاسي خو اسمان په کاڼو ویشتل د طاغوتي جهاد توره مو ښوروله. اوس په کندهار کې دغه پنجابئ نسئ مردارولائ ؟ د کږې لونګۍ په ځائ ټیکرئ په سر کړۍ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب