پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+طالبان ولې په غیر مشروع حالت کې خوشاله دي؟

طالبان ولې په غیر مشروع حالت کې خوشاله دي؟

شاه محمود میاخېل

د افغانانو او نړیوالو سره سوال مطرح دی چې طالبان ولې د نجونو د تعلیم د بندیدو په شمول د ښوونځیو او پوهنتونونو تدریسي بهیر ټکنی او بند کړی او کوښښ کوي چې ټولې نړیوالې ادارې او موسسې په یوه او بله پلمه بندې او یا مجبوره شي چې له افغانستانه ووځي؟

د عقلانیت په بنیاد یوه مسووله ډله چې لږ عقل ولري داسې کارونه نه کوي، خو دا نوې خبره نه ده. په ۱۹۹۰ کلونو کې چې القایده او روسته طالبان رامنځته او حاکم شول، هغه وخت هم دوی تعلیمیافته کسان په پیښور او افغانستان کې په نښه کول، وژل او مجبورول چې نورو هیوادونو ته لاړ شي. دا د پاکستان پروژه وه چې ملي کسان له منځه یوسي او یا یې مجبور کړي چې د هیواده نه لرې لاړ شي.

همداشان په تیرو شلو کلونو کې تاسي ولیدل چې طالبانو تعلیمیافته کسان، مشران او هغه کسان چې ملي  فکر یې درلود، په هدفي وژنو کې شهیدانول، په ښوونځیو او تعلیمي ادارو یې انتحاري حملې کولې او حتی دیني عالمان چې د دوی د نظریاتو سره مخالف و، له منځه وړل. دا هم د نویېمې لسیزې ادامه وه.

د دې ټولو اسلامي او بشري ضد کړنو فیصلو تر شا، طالبان او د دوی افراطي ملګري د پاکستان او ایران په شمول څو مؤخې لري:

اول دوی غواړي چې د افغانستان ولس بې سواده، فقیر او اړمن وساتي. بیسواده او فقیر ملت بیا د ځپلو حقوقو غوښتنه نشي کولې. دا فرموله د هاشم خان صدراعظم د هغه روایت سره مشابه ده چېوایي هغه یو ځلې یو شمیر چرګان ساتلې و چې ډیر وخت یې دانه نه وه ورکړې او وږي و. بیا یې دکورنې خپل نژدې غړي راټول کړي و چې عملي درس ورته وښیي.

هاشم خان چې چرګان خوشې کړي و، نو چرګانو ته یې دانې (خوراک) اچولې و. ګوري چې په اول کې چرګان په خپلو منځو کې په جنګ اخته و او هر یو کوښښ کوه چې دانه تر لاسه کړي. کله چې چرګانماړه شول نو بیا یې دانې نه خوړلې او هاخوا دیخوا یې ورمیږونه نیغ نیولې و چې وګوري څه روان دي. هاشم خان د خپلې کورنې غړو ته ویلي و که افغانان ماړه شي نو بیا به هاخوا دیخوا ګوري او د دویقدرت ته به خطر وي.

ښه به دا وي چې دوی نه مړه شي او نه په خیټه ماړه شي تر څو دوی په افغانانو حکومت وکړي. طالب همدا فرموله په کار اچولې ده. ځکه دوی په وږې، بیسواده او ځپل شوې ولس په ښه توګه باداري کولی شي.

دویم طالب او نورې افراطي ډلې غواړي چې د اتیاومې لسیزې غوندې مدرسې په هرې ولسوالې اوښارونو کې جوړې کړي چې د دې بیوزله ولس ماشومان پکې شامل کړي تر څو یو بل نسل انتحاریان اود جنګ او افراطیت د سوخت مواد برابر کړي.

کله چې افراطیت مدرسې په افغانستان کې وي، نو پاکستان او هم ایران د دوی نه په ښه توګه استفاده کولې شي او د نیابتي جګړو لپاره به یې استعمالوي خو پړه به په افغانانو او افغانستان اچوي. په دې توګه به د افغانانو او افغانستان سره، نړیواله ټولنه مستقیمه مرسته نه کوي او هر څه به د دوی په کنترول کېوي چې دا د اشغال یو طریقه ده چې دوی به یې په افغانستان کې عملي کوي.

دریېم که په افغانستان کې مشروع نظام رامنځته کیږي، دوی مجبوریږي چې د ولس او هم د نړیوالې ټولنې  په وړاندې مسوولیت ومني نو بیا دوی په ازاد لاس اوسنې ظلم او د بشري حقونو نه سر غړونه په خلاص لاس نشي کولې. په دی اساس طالبانو ته د مشروع نظام نه غیر مشروع قدرت ساتل مهم دي چې دغه پورته اهداف عملي کړي.

 څلورم د پورته مؤخو د عملي کولو لپاره د طالبانو لپاره دا مهمه نه ده چې څومره کسان د هیواد نه وځي،څومره کسان د ولږې، خوارځواکې او د دوی د وحشت د لاسه مري، ځوریږي او یا تعلیمي ادارې بندېاو فلج کیږي. دوی خپل خیر په غیر مشروع نظام کې ګوري تر څو د نورو د ګټو لپاره پروژې عملي کړي.

پنځم طالبان دومره عاید راټولولې شي چې د دوی چاره پرې وشي. د مرستو بندیدو په صورت کې دوی ددوولس د فقر او بیوزلې پروا نه لري که ژوندي وي او که مړه، دوی ته توپیر نه لري.

که داسې نه وي، بیسواده او باسواده ټول پوهیږي که په یو هیواد کې غیر مشروع نظام چې د نړۍ سرهاړیکې ونه ولري، بانکي سیستومونه او اقصتادي رشد نه وي، هلته ولږه او فقر زیاتیږي او باالاخره هغه هیواد د نیابتي جنګونو میدان ګرځي.

که مشروع نظام رامنځته کیږي، بیا به هلته د سیمو د هیوادونو مداخلې کمیږي او د سیمې او نړۍ  افراطي ډلې به هلته ځای نه لري. که مشروع نظام رامنځته کیږي، بیا به افغانان د هیواد نه نه وځي اوملي موسسات به تقویه کیږي. همداشان افغانانو ته به په هیواد کې دننه او بهر په درنه سترګه کتل کیږي. هغه وخت به د ایران د خارجه وزیر پشان، د افغانستان په نامه خارجه وزیر ته نه وایي چې ملامتقي چطور هستې و منتظر حکومت همه شمول شما هستیم. هلته به ایرانیان او پاکستانیان لکه اوس په افغانستان کې ازاد لاس نه لري او ورسره به باالمثل عمل کیږي.

 اخر به څه کیږي؟

طالب هم د دغه پیچلې نیابتي لوبو د مدیریت ظرفیت نه لري. هغه لاپې د امنیت یې چې کولې، هغه امنیت  هم سر خوړلې دی. فزیکي او بشري امنیت ورځ تر بلې خرابیږي. انتحاري حملې، هدفي وژنې، غلاوې، اختطافونه، د دولتي منابعو لوټ، فقر او رشوت مخ په زیاتیدو دی.

زما په اند، هغه افغانان چې په خپلو کې سره اوس په هیواد کې دننه او بهر لاس او ګریوان دي، یو بلیې د غورونو نه نیولې دي، ښه به دا وي چې د یو ملي اولویت په توګه د یو مشروع حکومت راوستلو لپاره سره په ګډه کار وکړي تر څو ټول افغانان د فکري او سیاسي اختلافونو سره سره په افغانستان کې باعزته ژوند ولري.

که افغانانو لکه اوس چې په هیواد کې دننه او بهر یو بل د غورونو نه سره نیولې دي او همداسې دواموکړي، فکر نه کوم چې دا وړې شړۍ شي او افغانستان به د نیابتي جګړو مرکز د همیش لپاره وي.

نوټ:

د غورونو قصه داسې ده چې دوه کسه چې غورونه یې درلودل، سره جنګ شوي او یو بل یې د غورونو نه نیولي و. د دواړو ساه تنګه شوې وه. بیا یې یو بل ته ویلې و چې جنګ به کوو خو یو بل به د غورونو نه نیسو ځکه د  دواړه ساه بندیږي. اختلاف او مخالفتونه به وي خو داسې نه چې د ټولو ساه بنده شي اوافغانستان د یو مړ هیواد په توګه په دنیا کې ځای ولري.

3 COMMENTS

  1. د روانی یوی پیړی په بهیر کی تر ټولو سپین سترګی او لجوج سیاسی کاسبان همدا دوی ډلی دی:
    ۱ – طالب
    ۲ – د غرب غولیدلی او مسحور سوی غوړه مالان او خایه مالان.
    ما خو د یوه غرب ځپلی ( د امریکی او انګریز د مستقیم یا غیر مستقیم مزدور ) څخه نه دی اوریدلی چی د مظلوم افغان وولس په وړاندی ئی د غرب جفاکارانه کړنی غندلی وی.
    آیا د غرب کړنی جفاکارانه نه دی او که ئی مزدوران ړانده او احمق دی او پر نورو کسانو ئی د احمقانو ګومان کړی دی؟
    هیچا هیڅوک نه دی مجبور کړی چی پر پسته چوکی او کلک میز کینی او چرندیات ولیکی.

  2. ته ګیر کوه هغه د هلمند د موسی کلا د خلکو په اصطلاح چی د میاخیل صیب په شوله باندی لږ مساله زه هم ور ودوړوم: په پښتو کی یو متل دۍ چی وایی: زه د وم لالۍ دې وی، یو ګوډۍ اوړه دې وې، نور که نه وی نه دې وی. د طالب غوڅ اکثریت بیوزله او کم سواده یا بیسواده خلک دی او د دلۍ زیاتره غړی یی نوی تنکی ځوانان دی چی د عقل پځای ولولې ورباندی غالبې دی او ډیر ژر تیروزی. همدا لامل وو چي په ډیرو ساده خبرو غولیدل، د بیلګی په دود هغه ځانمرګۍ طالب چی د کابل د هوایی ډګر څخه د عامی روغتیا تر څلور لاری پوری په امریکایی کاروان باندی د برید لپاره ګمارل شوۍ وو او بیا پیژندلۍ او ونیول شو خپله خبره کی یی په څلورسوه بستریز روغتون کی معالج ډاکتر ته ويلی وو چی د برید د تاکل شوی مهال وړاندی یی په هود خیلو کی هلته پیچکاری ورته لکولی وه او له پیچکارۍ سره جوخت پی ورته ویلی وو چي دری پاوه (پڼځه څلویښت دقیقی) وروسته به په تا د جنت هوا ولګیږی او بیا همدی طالب ویلی وو چي په رښتیا لږ وروسته می داسی د خوښۍ احساس کولو چی په ټول ژوندی کی می نه وو کړۍ، نوهغه پیچکاری څه شۍ وه؟! هغه پینتازوسین نومیږی د درد ضد پیاوړی دوا ده د تریاکو له مشتقاتو جوړیږی او د جراحی عملیاتو نه وروسته ناروغ ته د درد د کمولو په پار ورکول کیږی. نو اوس یی پخپله ګز کړۍ چي کیسه څه ده؟! او بله خبره دا ده چی د پیغراندو څخه څه نه جوړیږی،که موږ د تیری شل کلنی فاسدی دوری هرڅومره بد ووایو او پیغورونه ورکړو بیا هم د طالب چارواکو مخ نه ورباندی سپینیږی، موږ له شوروی اتحاد څخه رانیولی تر دوهم ځلی طالب پوری ټول تجربه کړیدی! بیا هم پښتو متل : روټه می خوړلې ده، پځان می ازمویلی ده!

  3. د آماج صیب خبره د تخدیری او تحمیقی پیچکاری په هکله صحیح ده ( البته کلونه مخکی ما دا خبره کړیده چی د انتحاری احمق او مرتد طالب په رګونو کی د لندن په طِبی _ استخباراتی لابراتوارونو کی د تولید سوی موادو تزریق یوه جدّی مسئله ده).
    اما
    زموږ د ځینو چیز فهمانو او باسوادو وطنوالو لویه ستونزه دا ده چی د تاریاکو کروندګرو او قاچاقبرانو غوندی( نیم قرآن منی او نیم نه منی).
    یعنی
    د پکتیا ګوډ مُلا او د کندهار ګوجر مُلا ئی د انګریز مزدوران ګڼل او ګڼی ( ددی واقعیت په اصالت کی خو شک نسته) خو د انګریز د تلبیس په وړاندی خاموش ( راضی ) دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب