Homeخبرونهافغان قاري قطر کې د حسن قرائت سیالي وګټله

افغان قاري قطر کې د حسن قرائت سیالي وګټله

تاند:( پنجشنبه ، د غویي لومړۍ ) د محمد حسن حسن زاده په نوم یوه افغان قاري په قطر کې د قرآن کریم په شپږمه سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د قطر رسنیو خبر ورکړی، چې په دغو سیالیو کې د عراق  یوه قاري دويم او د مصریوه قاري درېيم مقام خپل کړ.

په دې سیالیو کې له ۳۶ هېوادونو څخه سلو قاریانو برخه اخیستې وه.

ویل شوي، چې قاري حسن زاده ته 500000 قطري ریال، چې د 137000 امریکایي ډالرو معادل دي، ورکړل شول.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې په قطر کې د قرآن کریم تلاوت سیالۍ ترسره کیږي.

یو شمېر افغانانو د خپل دغه قاري په لاسته راوړنې خوښي ښودلې او ویلي، چې افغانان د تر ټولو ښو مسلمانانو په توګه بیا هم د سیمې د استخباراتي شبکو په کفري فتواوو محکوم او تر هر چا ډېر د نا مسلمانۍ په تور وژل شوي او هېواد یې ویجاړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...