دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهسیګار: د امریکا له مالي مرستو سره طالبان چاغ شوي، خو افغان...

سیګار: د امریکا له مالي مرستو سره طالبان چاغ شوي، خو افغان ماشومان وږي دي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي لومړۍ  )  له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې سیګار، له دغه هېواد سره د مالي مرستو د شفافیت په اړه پوښتنې ولاړې کړي.

د دغې ادارې سرمفتش جان ساپکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د بشري مرستو په نوم له افغانستان سره د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته شوې، چې د مصرف څرنګوالی یې د پوښتنې وړ دی.

هغه ویلي، چې د طالبانو لاسته د دغو مرستو په نه رسیدو ډاډمن نه دی

ساپکو دغه راز ویلي، چې د دوی او نړیوالو له بشري مرستو سره طالبان چاغ شوي، خو افغان ماشومان لا هم وږي دي.

نوموړي په دې اړه د ډېر نظارت او د امریکا له حکومت څخه د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

امریکایي چارواکو منلې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته په استول کیدونکو اونیزو څلویښت میلیون ډالري نقدي مرستو کې د دوی لوی رول دی.

طالب چارواکو بیا ویلي، چې یادې مرستې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې مرستندویه ادارو ته استول کیږي او دوی سره تړاو نه لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب