جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکلتورد (منظم اوسه!) کتاب مخکتنه وشوه

د (منظم اوسه!) کتاب مخکتنه وشوه

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ په جلال اباد کې د ديدن ادبي بهير لخوا د رضاءالله ځار د ژباړلي اثر (منظم اوسه) مخکتنه وشوه.

په دې غونډه کې صادق الله صادق، جوهر ذاکر، سباوون دُراني، څېړنوال داود عربزي، څېړندوی شېر حسن کمالزي، بشارت مومند،

احسان اديب، شاکر الله ابراهيمي، محمد اقبال شېرزاد، عزت الله ځواب ویناوې او يو شمېر شاعرانو شعرونه واورول.

ويناوالو د کتاب ژباړن او چاپ شوی اثر ېې وستایه او ځوانانو ته ېې د لوستو سپارښتنه وکړه.

 د کتاب ژباړن رضاءالله ځار وويل:((ليکوالي مې له مينې مجلې پيل کړه، عزت الله ځواب وهڅولم، تشويق يې کړم او د مطالعې معتاد يې کړم، په کتابخانه کې رالوی شوی يم، په تاند، مازيګر، پرمختګ او نورو ويبسايټونو کې مې ليکنې او ژباړې خپرې شوي او دا مې د ارواپوهنې لومړی کتاب دی.))

ويل شوي، چې یاد شوی کتاب مازیګر خپروندويه ټولنې چاپ کړی او په ډېرو پښتو کتاب پلورنځيو کې موندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب