جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال‌ بانک...

ملا برادر د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د نړيوال‌ بانک د راپور هرکلی وکړ

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د طالبانو د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور ستاينه کړې او ویلي:« د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوو او دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کي یو واضح انځور ګڼو چې نړۍ ته یې وړاندې کړی.»

په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له وروستیو راهیسې د خوراکي توکيو او نفتي موادو بیې ټیټې شوي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو اندازه هم د پام وړ زیاته شوې، د دولتي کارمندانو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او د ملي عوایدو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

طالبان وايي باور لري، که چېرې د افغانستان پر بانکي سکټور شته بندیزونه لرې او د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به له دې هم د ښه والي او استحکام په لور ګړندي ګامونه واخلي، او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.

د طالبانو ډلې له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه یاد کړي چې په افغانستان کې تر سره شوي په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې، تر څو نړۍ په دې برخه کې د افغانستان له حقیقي وضعیت څخه خبره شي.

سرچینه پر ټولو نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غږ کوي چې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې ګام واخلي چې په پایله کې به یې د بې‌کارۍ کچه راکمه او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به لا ډېر مثبت تاثیر ولري.

همدا شان له نړیوال بانک څخه غوښتل شوي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو د خپرولو تر څنګ، هغه پروژې چې د دې سازمان له لوري تمویلېدې خو د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو څخه وروسته یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پیل او چارې یې بشپړې کړي.

د افغانستان په اړه د نړيوال بانک د تازه راپور جزييات دلته ولولئ:

نړیوال بانک: په تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو اوښتي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب