Homeخبرونهآمنه محمد پر افغان ښځو د محدويتونو کميدو ته هيله مندي وښوده

آمنه محمد پر افغان ښځو د محدويتونو کميدو ته هيله مندي وښوده

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد پر افغان ښځو او نجونو د لګول شويو طالبي بنديزونو کميدو ته هيله مندي ښودلې ده.

نوموړې له سي.اېن.اېن. ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو او د ټولو خواوو فشارونو ته په کتو داسې احساسوي،چې پر افغان ښځو او نجونو د یو څه بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي.

هغې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

آمنه محمد څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و او په کابل او کندهار کې يې د طالبانو يو شمېر چارواکو سره وليدل.

طالبانو د نوموړې د دغې هیله مندۍ په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو ډلې پر افغانستان له بيا واکمنيدو وروسته، په تدريجي ډول د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او هم ېې په دولتي او نا دولتي ادارو او ډېرو نورو برخو کې د ښځو د کار او فعاليت مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...