دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبان له م.م. سره د دوحې د کنفرانس په اړه په خبرو...

طالبان له م.م. سره د دوحې د کنفرانس په اړه په خبرو بوخت دي، قمي طالبان ۲ شرطونه لري

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۲۵ مه) طالبان وايي چې د ملګروملتو له استازو سره یې د دوحې په غونډه کې د ګډون پر شرایطو خبرې روانې دي، په همدې منځ کې په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، طالبان د دوحې په کنفرانس کې د ګډون لپاره دوه شرطونه لري.

ښاغلي قمي بې له دې چې د طالبانو دا دوه شرطونه څرګند کړي نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي:«که نور هم د سیمه ییز تماس کمېټې لاره تایید کړي او له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړل شي، افغانستان به ثبات ومومي.»

ده په عین حال کې ویلي چې باید څرګنده شي چې د دوحې د کنفرانس هدفونه تر څه حده جدي دي او دا کنفرانس له طالبانو سره د تعامل لپاره د منصفانه لارې د پرانیستلو لپاره ښه فرصت دی.

له بلې خوا د طالبانو د باندنیو چارو وزیر سلاکار ذاکر جلالي ویلي چې د ملګروملتو له چارواکو او لوېدیځوالو سره د دوحې په کنفرانس کې د استازو د ګډون د څرنګوالي پر سر د دوی خبرې روانې دي.

طالبان د دوحې په کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون کولو په برخه کې زړه نا زړه دي.

د دې کنفرانس د بحث اصلي اجنډا لا هم ډېرو ته روښانه نه ده.

خو د ملګروملتو استازو ویلي چې که طالبان د ښځو د کار او زده کړې په شمول بشري حقونه زعایت کړي، نړیواله ټولنه به ورسره پراخې مرستې وکړي او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لار به هواره شي.

3 COMMENTS

  1. ډیره عجیبه لوبه روانه دي. پخوا ای آیس ای او اوس د ایران ناولي اخوندان د هیبتې ځناورو نماینده ګي کوي. الله ج دي په دې ملت ورحمیږي!

  2. که ټالبان لږ سیاسۍ شعور ولري او د خپل تحریک ، افغانستان او دسیمې ګټې ورته مهمې وي ، باید په ډېر جرئت سره په هره غونډه کې برخه واخلي او د ګران وطن له ګټو نه دفاع او هغو ته ځان ورسوي . که ضرورت شو د خپل تحریک او یا یو دوه منحوسو مشرانو قرباني د هم ومني .
    له نړیوالو سره اړیکې ډېرې مهمې دي. که تاسو فکر وکړئ هر هېواد په نړیوالو سازمانونو او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې سلګونه استازي ټاکي ، په میلیونونو دالر هره میاشت مصرفوي ، ترڅو د نړۍ په هر ستېژ کې د خپل هېواد ، د خپل حکومت او خپلو خلکو له مشروعو ګټو او حقوقو نه دفاع وکړي.
    که ټالبان رښتیا خپلواک خلک وي ، د پنجاب د آی اس آی او د ایران د سپې انقلاب « سپه انقلاب » د استخباراتي سازمانونو تر تاثیر لاندې نه وي . په داسې نړیوالو غونډو کې د ضرور برخه واخلي او که احیانا د دوی له نظره د کنفرانس غونډه اوپرېکړې ګټورې نه وي ، بیا دوی کولای شي ، خپل نظر او نه رضایت څرګند کړي .

  3. خپلواکي ملواکي نشته.
    د جهاد، اواره ګۍ او په پيل پاکستان د ځينو ورتښتېدلو له برکته زموږ استازولي تل بل چا کړې ده او موږ فقط د يوې وسيلې په توګه کارېدلي يو.
    تاسې ته بهتره معلومه ده چې ضياء الحق به په ډاګه ويل :
    پاکستان پخپأل ګاونډ کې يو خپلسری افغانستان هېڅکله زغملی نه شي.
    او دا به يې هم ويل چې :
    افغانان نه شي کولی چې د جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
    او کرنيل امام بيا د افغانستان د جهاد داستان نومي کتاب کې ليکلي دي :
    موږ ته بايد د افغانستان په جهاد کې خپله برخه راکړ شوی وای.
    نو همدا به بس وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب